څېړنه: د شین چای څښل د حافظې قوي کېدو او د عمر زیاتېدو سبب کېدای شي

د یو تحقیق په اساس هغه کسان چې په اوونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای څښي، د هغو خلکو په پرتله په خپګان کم اخته کېږي، چې هېڅ چای نه څښي.

د یوې طبي څېړنې په اساس، د شین چای منظم څښل حافظه قوي کوي، د انسان طبیعت ښه کوي او ورسره د عمر ډېرېدو سبب هم کېدای شي.

په دغه نوي تحقیق کې د جاپان د اوکیناوا جزیرې په اوسېدونکو تمرکز شوی دی، د دغې جزیرې اوسېدونکي ډېر عمر کوي او له همدې کبله دا سیمه «د نه پناه کېدونکو ځمکه» یادېږي.

مخکې داسې فکر کېده چې د دغې جزیرې د اوسېدونکو د عمر د زیاتوالي یو علت د دوی ورځني خواړه دي، خو د جزیرې خلک شین چای، چې د یاسمین ګل هم په کې اچول شوی وي، ډېر څښي او ډېر یې خوښوي.

محققان وايي چې په شین چای کې کافیین، تیانین، ارجینین او اپلی ګالوکاتوکین مواد شته، چې د انسان د طبیعت او مزاج د ښه کېدو سبب کېږي او د سرطان او التهاب ضد تاثیرات هم لري.

د یو بل تحقیق له مخې په شین چای کې د مانتي اوکسیدانت کتیکین ماده هم شته، چې د بدن د حجرو د تخریب مخه نیسي او بالاخره د عمر د زیاتېدو لامل ګرځي.

د نويو تحقیقاتو په اساس چې په ۲۰۲۲ کال کې شوي، شین چای داسې مواد هم لري چې د انسان د چاق کېدو مخه هم نیسي.

په ۲۰۲۰ کال کې چې کوم طبي تحقیقات شوي، ښکاره کوي چې په شین چای کې د سرطان ضد مواد هم شته، په خاص ډول د ښځو د تخمدان او د سږو د سرطان ضد مواد.

د یو بل تحقیق له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې شوی، وايي هغه کسان چې په اوونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای څښي، د هغو خلکو په پرتله په ژور خپګان کم اخته کېږي، چې هېڅ چای نه څښي.

همدغه راز تحقیقاتو ښودلې ده چې په شین چای کې کم کافیین موجود دي او همدغه راز تانین او امینواسید هم لري چې د ژور خپګان او اضطراب په مخنیوي کې رول لري. د دې تر څنګ د مغزو او حافظې په تقویت کې هم مرسته کوي.

شین چای د التهاب ضد ماده هم لري. څېړنو ښودلې ده چې په شین چای کې موجود فلاوونایډ د مغزو د حجرو په وده کې هم مرسته کوي او د پزې انساج هم سالم ساتي، په دې کار سره د پزې سوزش/سوخت له منځه وړي او د فشار منفي اغیزې هم لرې کوي.

له دې هر څه سره سره، دا ټول مطلق او کلي فورمول نه دی او شاید ځیني انسانان د چایو په څښلو کې بل ډول تجربه ولري.