ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر ته: د 'ډار' لاندې مذاکرات نه کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په تهران کې وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پنجشنبې نومبر ۱۴ (لړم ۲۴) په پایتخت تهران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ته وویل چې هېواد به یې د "ډار" لاندې مذاکره ونکړي.

ګروسي چې په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکل کېدو یوازې څو ورځې وروسته تهران ته تللی، په غزه او لبنان کې له حماس او حزب الله سره د اسرائیل جګړو ته په اشارې وویل چې په سیمه کې د یو بل نوي بحران د مخنیوي لپاره له ایران سره په اټومي خبرو کې "نتیجې" ته رسېدل خورا مهم دي.

د ګروسي له دې سفر څو ورځې وړاندې د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاټز وویل چې ایران "تر بل هر وخت زیات په خپلو اټومي تاسیساتو باندې د برید کېدو له خطر سره مخامخ دی،" او دا اسرائیل ته فرصت ورکوي چې خپل "ترټولو مهم هدف ترلاسه کړي".

ګروسي وویل چې د ایران په اتومي تاسیساتو "باید برید ونه شي" خو تمه کیږي چې ټرمپ به د جنوري په میاشت کې د ولسمشر په توګه د کال له پیل کولو وروسته اسرائیل ته ډیر ازاد واک ورکړي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پوسټ کې له عراقچي سره خپله ناسته "ډیره مهمه" وبلله.

عراقچي په هغو خبرو کې د ایران مشر مرکچي و چې له مخې یې له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته لاره هواره شوه او دغه تړون درې کاله وروسته د ټرمپ له خوا لغوه شو.

عراقچي لیکلي چې له ګروسي سره یې خبرې "مهمې او مستقیمې" وې. هغه زیاته کړې چې ایران د خپلو "ملي ګټو" له مخې خبرو ته چتمو دی خو "د فشار او ګواښ لاندې" به مذاکرات ونکړي.

هغه وویل: "موږ موافقه وکړه چې په زړورتیا او ښه نیت سره پرمخ لاړ شو. ایران هیڅکله د خپل سوله ایز اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو له میز څخه نه دی په شا شوی."

ګروسي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي سره هم وکتل. اسلامي یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې ایران به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د رهبرۍ شورا له خوا د هر ډول بندیزونو په وړاندې "سمدستي ځوابي اقدامات" وکړي.

دا په روان کال کې تهران ته د ګروسي دوهم او د ولسمشر په توګه د ټرمپ د بیا انتخابېدو راهیسې لومړی سفر دی.

ټرمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې د "اعظمي فشار" تګلاره غوره کړه او پر ایران یې هغه بندیزونه بیرته ولګول چې د ۲۰۱۵ د تړون له مخې لیرې شوي وو.

دا مطلب هم ولولئ ایران له ټرمپ غوښتي چې د 'اعظمي فشار' پالیسي بدله کړي

د حل لارې لټون

په ځواب کې ایران په تدریجي ډول په تړون کې د ذکر شوي تعهد څخه په شا شو چې له مخې یې تهران باید خپل یورانیم له ۳.۶۵ سلنې څخه زیات غني نکړي.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي ایران د خپلو یورانیمو زیرې تر ۶۰ سلنې غني کړي او له امله یې نړیوالو ځکه اندېښنه ښودلې چې د یورانیمو د ۹۰ سلنې غني کولو سره ایران کولی شي اتومي وسلې جوړې کړي.

ایران د امریکا په منتخب ولسمشر باندې د ترینګلتیا د رامنځته کولو تور پورې کړی دی.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني د چهارشنبې په ورځ وویل: "ایران له تړون څخه ندی په شا شوی، امریکا دا کار کړی... ښاغلي ټرمپ د اعظمي فشار لاره غوره کړه او ویې لیدل چې دا لاره کار نه ورکوي."

په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ ستنېدو په نړیواله کچه د ایران او اسرائیل ترمنخ د پراخې جګړې وېره زیاته کړې ده. دواړو خواوو په روان کال کې د یو بل په خاوره باندې هوايي بریدونه کړي دي.

ګروسي د سه شنبې په ورځ له فرانس پرس سره په مرکه کې وویل "د مانور اجرا کولو اړتیا د کمېدو په حال کې ده او دا لازمي ده چې ډیپلوماتیکې حل لارې ولټول شي."

ګروسي ویلي چې که څه هم ایران دا وخت اتومي وسلې نلري خو په کافي اندازه غني شوي یورانیم لري چې د اتومي وسلو د جوړولو لپاره وکارول شي.

ګروسي د پنجشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ګوري. پزشکیان په جولای کې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وړاندې ویلي وو چې له لویدیځ سره د اړیکو رغولو او د ۲۰۱۵ د اتومي تړون د دوباره ژوندي کولو هڅه کوي.