د امریکا او طالبانو د مذاکراتو نتیجې ته د افغانستان هیله‌مندي

په داسې حال کې چې امریکاي چارواکو په دوحه کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د "پام وړ پرمختګونو" خبر ورکړی دی، افغان حکومت هیله ښودلې، چې دا پرمختګونه د دواړو خواو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیکولو لامل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۱۳مه (سلواغه ۲۴) خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې ژر تر ژره د امریکا د متحده ایالاتو ترڅو له هغې وروسته د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې او مذاکرات وشي".

خو ښاغلي عمر ټینګار وکړ، چې د دغې موافقې په نتیجه کې باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او اوربند ټینګ شي ترڅو د راتلونکو مذاکراتو لپاره د باور یوه ډاډمنه فضا رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت د پرله پسې ټینګار سربېره طالبانو تر اوسه د اوربند وړاندیز نه دی منلی، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې دغې ډلې د تاوتریخوالي د کمولو طرح د میز پر سر ایښې ده.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تاوتریخوالي د کچې پر راکمولو توافق د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د لارې په هوارولو کې یو موثر اقدام بللی دی.

ښاغلي عبدالله چې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس صبغت‌الله مجددي په لومړي تلین کې وینا کوله وویل: "که اوس په دې هېواد کې یو کس کم وژل کېږي، وینه کمه توېږي، دا په خپله یو ګام دی... نو موږ ترې په دې هېواد کې د رښتینې، تلپاتې او عادلانه سولې لپاره د زمینې د برابرولو په توګه هرکلی کوو".

همداشان د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمدحنیف اتمر په دې غونډه کې د وینا پر مهال هیله وښوده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق جزئيات باید له افغان ولس سره شریک شي.

هغه وویل، افغان سیاستوال دې ته سترګې په لاره دي تر څو پوه شي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانانو خپل‌منځي مذاکراتو په تړاو څه ډول توافق شوی دی.

ښاغلي اتمر په افغانستان کې د جمهوري نظام پر ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "له حکومته غواړو چې انتخاباتي بې‌اتفاقي یوې خواته کړي. د دې وخت رسېدلی دی چې ژر له یو بل سره اتفاق وکړو او د مذاکرې یوه ملي ډله جوړه کړو او د سولې لپاره یوه عظیمه رهبري رامنځ ته کړو".

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې موافقه په مشروط ډول تائید کړې ده. د راپورونو له مخې که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي، امریکا به له دغې ډلې سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.