د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ طالبانو سره د سولې هوکړه په مشروط ډول تائید کړې ده ـ راپور


که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پر اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د امریکا متحده ایالات به ددې ډلې سره د سولې موافقه لاسلیک کړي.

امریکایي مقاماتو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ پدې شرط د طالبانو سره د سولې د موافقې لاسلیک کول تائید کړي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ددغو امریکایي مقاماتو د نوم د ذکر کولو پرته رپوټ ورکړی چې ددې موافقې په لاس لیک کیدو سره ممکن د امریکا تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسیږي.

دغو مقاماتو نیویارک ټامیز ته ویلي چې د ښاغلي ټرمپ مشروط توافق د طالبانو له خوا په بشپړه توگه د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې پورې تړاو لري.

ورځپاڼې د یو امریکایي دیپلومات له قوله رپوټ ورکړی چې د اصولو له مخې د امریکا-طالبانو د سولې موافقه تر ٩٥ فیصدو پورې تائید شوې ده، خو ددغه مقام په وینا موافقه به تر څو نورو اونیېو پورې لاس لیک شي.

تر دا مهاله پدې هکله نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

په ورته وخت کې نن چهارشنبه د فبرورۍ ١٢ د «سي ان ان» خبري شبکې هم د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو په حواله ویلي چې د امریکا حکومت هڅه کوي روانه اونۍ له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په اړه د یو جوړ جاړي اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشرانو وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغوی سره په تیلیفوني تماس کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه خبر ورکړی دی.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو د معلوماتو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو ویلي چې دغه پرمختګونه به "د دوه اړخیزې موافقې، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او په افغانستان کې یوې دوامداره سولې ته د لاس رسي" زمینه برابره کړي.

پدې ترڅ کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ روانو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي چې هیڅ ښکېل لوری باید د امریکا او طالبانو مذاکراتو کې دغه «سخت پرمختګ» له ستونزو سره مخامخ نه کړي.

ښاغلي پوتزل ویلي: "ټول باید د ماناداره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره خپله سیاسي اراده وښيي، جرمني همکارۍ ته چمتو دی."

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت مرستیالې کرن دیګر د سولې په چارو کې د افغان دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

اغلې دیکر په دوحه کې د افغان سولې اړوند مذاکراتو ته په اشاره ویلي چې د طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اړه طرحه افغان حکومت ته وړاندې شوې ده.

دغه وزارت نن چهارشنبه (سلواغې ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي: "دا ډله به د خپلې طرحې جزئیات شریک کړي."

رحیمي همدارنګه ویلي چې ډېر افغان سیاسیون د سولې د بهیر په ډېرو مسایلو کې له حکومت سره همغږي دي.

XS
SM
MD
LG