افغانستان او اسټرالیا د روان کال نومبر کې ټېسټ سیالۍ کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په نومبر کې له خپلې سیالې اسټرالیايي لوبډلې سره د ټیسټ یوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې په ورځ د مې ۱۹ (غويي ۲۹) امریکا غږ ته وویل چې دا سیالۍ د اسټرالیا په کوربتوب کېږي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه: "دغه ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱ کال نومبر میاشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې د اسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي".

دا د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه ده. له دې وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له اسټرالیا سره یوه – یو ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې چې اسټرالیا په بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي دغه سیالۍ د افغانستان لپاره مهمه ګڼلې ده.

ښاغلي یوسفزي ویلي: "اسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یوه له غوره لوبډلو څخه ده. دا د دوی پر وړاندې زموږ لومړۍ ټېسټ لوبه ده او زه ډاډه یم چې دا به د دواړو لوبډلو لپاره بهترینه لوبه وي، مونږ دغې سیالۍ ته منتظر یو."

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د تېر ۲۰۲۰ کال په پیل کې ترسره شي خو په افغانستان او نړۍ کې کروناویروس وبا د محدودیتونو له امله وځنډول شوه.