په سوریې کې ګڼ افغان شیعه جنګیالي وژل شوي

ایران د فاطمیون لوا تر چتر لاندې افغانان سوریې ته استوي چې د رژیم په ننګه وجنګیږي

په سوریې کې د داعش جګړه مارانو ۴۵ حکومت پلوه جنګیالي وژلي دي چې ډېر یې افغان-شیعه ملېشې ښودل کیږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي داعش د یکشنبې په ورځ ( جون۵) د دیرالزور او ابو کمال ښارونو ترمنځ د فراه رود په غاړو په پرتو کلیو باندې بریدونه پیل کړي دي.

دا سیمې له عراق سره په پوله کې ده او ورڅېرمه یې د حجین ښارګوټی دی چې لا هم د داعش جګړه مارانو تر واک لاندې دي. اسوشیتډپرس وايي چې لا د داعش جګړه مارانو د غه برید د مخنیوي لپاره روسي هوايي ځواکونو کوم اقدام نه دی کړی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي چې داعش جګړه مارانو ۴۵ حکومت پلوه ځواکونه وژلي دي خو د هغوی ۲۶ جګړه ماران هم وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي ډېر وژل شوي حکومت پلوه د افغانستان، عراق او لبنان د حزب الله ډلې شعیه جنګیالي دي. خو لا کره معلومات نشته چې وژل شویو کې یې څومره افغانان دي.

افغان شیعه جګړه ماران د ایران په مرستې او لارښوونې سوریې ته استول کیږي چې د رژیم په مرسته وجنګیږي. د بشري حقونو ډلې مخکې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ایران یې تورن کړی و چې افغان ماشومان د سوریې جنګ ته استوي.

داعش په ۲۰۱۴ کال په عراق کې خپل خلافت اعلان کړ او د دغه هېواد یو شمېر سیمې یې ونیولې او خپل سختدریځه قوانین یې په کې پلي کړل، عراقي ځواکونو د امریکا په مرسته داعش له عراقه وشړل خو لا هم په سوریه کې فعاله دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې داعش د افغانستان په ختیځ او شمال کې فعاله دي.