عراقي ځواکونو د حویجه ښارگوټی د داعش نه بیرته ونیو

د حویجه ښارگوټي په نیولو سره داعش د عراق په شمال کې خپل وروستنی مرکز له لاسه ورکوي

عراقي سرتیرو د پنجشنبې په ورځ د حویجه ښارگوټی او شاوخوا سیمې د اسلامي دولت یا داعش څخه پاکې کړې، خو د سیمې په ځینو برخو کې لا هم جگړه روانه ده.

د عراق د پوځ جنرال عبدالعلي رشید یارالله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې عراقي قواو د حویجه ښارگوټی د داعش نه بیرته نیولی دی.

د عراق پوځي مقامات وایي چې د داعش یو شمیر سخت دریځه ددې ښارگوټي په ختیځ کې تر محاصرې لاندې دي او داعش لاهم مقاومت کوي.

د حویجه ښارگوټي په نیولو سره داعش د عراق په شمال کې خپل وروستنی مرکز له لاسه ورکوي. دغه ښارگوټی د تیلو غني ښار کرکوک ته نژدې پروت دی. اوس د سوریې پولې ته څیرمه د القیمند سیمه په عراق کې د داعش یواځنی اډه ده.

عراقي ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف په هوایي ملاتړ د ٢٠١٧ کال د سپتامبر په ٢١ د حویجه ښارگوټي د نیولو لپاره تهاجمي عملیات پیل کړل. په دغو عملیاتو کې شیعه ملیشو چې د ایران له خوا روزل شوي هم گډون درلود.

داعش د سوریې سرحد ته څیرمه لاهم اډه لري خو د هغوی د کنترول ساحه مخ په کمېدو ده، ځکه له یو اړخه د کردي جنگیالیو سره مخامخ دي چې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف یې ملاتړ کوي او له بله اړخه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد ځواکونه هم پر داعش باندې بریدونه کوي.