اسرائیلو د ایران په ضد د نظامي اقدام ګواښ وکړ

اسرئیل د ایران په اړه د ولسمشر ټرمپ د دریځ ننګه کوي

د اسرئیلو د استخباراتو وزیر وايي که ایران د خپل هستوي پروګرام له غني کولو لاس په سر نشي، هېواد یې چمتو دی چې پر ضد یې نظامي اقدام وکړي.

وزیر ایسرائیل کتز په جاپان کې د پنجشنبې په ورځ( اکتوبر ۲۶)دا خبره وکړه. هغه جاپان ته تللی چې توکیو وهڅوي د ایران په اړه د ولسمشر دونالد ټرمپ د دریځ ننګه وکړي.

د رویټرز اژانس وايي ښاغلي کتز ویلي که د ولسمشر ټرمپ په اړه د نړیوالو روانو هڅو ایران د هستوي پروګرام له غني کولو را ونه ګرځوه، اسرئیل به په یوازې سر په دې اړه نظامي اقدام وکړي.

دا لومړی ځل دی چې د ایران د هستوي پروګرام په اړه یو اسرائیلي چارواکي داسې څرګندونې کوي.

ایران او د نړۍ سترو قدرتونو په ۲۰۱۶ کال کې اتمي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ایران به د خپل پروګرام غني کول پرېږدي او په بدل کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه ختمیږي، خو ولسمشر ټرمپ وايي چې ایران دغه تړون ژمن نه دی.

تراوسه د دغه تړونو نورو غړو، برتانیا،بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني د دغه تړون د لغوه کولو په اړه څه نه دي ویلي. خو ایران ویلي که ولسمشر ټرمپ دا تړون لغوه کړ، بالمثل ځواب به یې ووايي.