د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: که امریکا له اتومي تړون نه ووت، موږ تړون څېرې کوو


ښاغلي خامنه يي له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د امریکا د عملي اقداماتو په ضد ودریږي
ښاغلي خامنه يي له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د امریکا د عملي اقداماتو په ضد ودریږي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وايي تر څو چې د نړۍ ستر قوتونه د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون درناوی کوي، تهران تړون ته ژمن دی.

خو ښاغلي خامنه یي ګواښ وکړ که امریکا له دغه تړون څخه ووت، ایران به دا تړون "څېرې" کړي.

همدا څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران دغه تړون ته ژمن نه دی او د تهران ژمنتیا یې تاید نکړه. خو برتانیا، فرانسې، جرمني، روسيې چین او اروپايي ټولنې ویلي چې امریکا په یوازې سر داسې څو اړخیز تړون نشي فسخه کولی چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم وي.

رویټرز وايي ښاغلي خامنه يي ددغو هېوادونو دا څرګندونې وستایلې خو زیاته یې کړه چې دا کافي نه دي او باید دا هېوادونه د امریکا د عملي اقداماتو په ضد ودریږي.

ایران د امریکا او اروپايي ټولنې د مخالفت سره سره د خپل بالستیکي توغندیو پروګرام روان ساتلی دی، خو خامنه يي وايي چې دغه هېوادونه باید د تهران په دفاعي چارو کې لاسوهنه ونکړي. هغه وویل اروپايان دا پوښتنه کوي چې "ولې ایران میزایل لري، تاسو یې ولې لرئ؟ تاسو ولې اتوم بمب لرئ".

ایران او د نړۍ سترو قدرتونو په ۲۰۱۵ کال کې اتومي تړون وکړ. د تړون له مخې ایران به خپل هستوي پروګرام ځنډوي، په بدل کې به په دغه هېواد باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کیږي او ټولې کنګل شوې شتمنۍ به یې بېرته پرېښودل کیږي. خو ولسمشر ټرمپ وايي چې ایران تړون ته ژمن نه دی.

XS
SM
MD
LG