خلیلزاد: د 'افغان سولې مهم پړاو' ته نږدې کېږو

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو، سیاسي مشرانو، ښځو او امریکايي مقاماتو سره لیدنې د سولې لپاره ګټورې بللې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي: "موږ د افغانستان د سولې د بهیر یو مهم پړاو ته نږدې کیږو. کابل کې مې دوه ورځینۍ سلامشورې بشپړې کړې. ګټور سفر و".‌

زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال د امریکا سفیر جان بس او د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال میلر سربیره د افغان حکومت له مشرانو، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او یو شمیر سیاسي مشرانو او د ښځو له استازو سره لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې د تاوتریخوالي د راکمولو د هڅو او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره د لارو چارو د برابرولو پر سر خبرې وشوې.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي، چې له جمهور رئیس غني سره د ښاغلي خلیلزاد په لیدنه کې د خبرو زیات تمرکز "په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو او له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر پټنځایونو" وو.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې مهم پړاو ته د افغان سولې د نږدې کېدو خبر ورکړی دی، چې د ایران د امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۸مه (لیندۍ ۲مه) په تهران کې د سیمه‌ییز امنیت له کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل، د افغان حکومت له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې خبرې به ناکامې وي.

هغه وویل: "هره تګلاره، پرېکړه اویا پروګرام چې د افغانستان د خلکو له ګډون پرته وي، ناسم دی او ناکامیږي".

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد د کابل له سفر وروسته بېرته د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ شي او د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د سولې خبرې، چې په موقتي ډول ودرول شوي، بیرته پیل کړي.