د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت استازي هم ګډون کوي

د افغان سولې په اړه د مسکو تېره بین الافغاني غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د روسیې په «بین الافغاني» غونډه کې د افغان حکومت استازي هم ګډون کوي.

د افغان سولې په اړه دغه «بین الافغاني» غونډه په مسکو کې د افغانستان او روسیې د ډپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت تر نننۍ غونډې وروسته سبا چهارشنبه تر سره کېږي.

روسیې په یادو غونډو کې د ګډون لپاره د افغان سیاسینو ترڅنګ طالبانو ته هم بلنه ورکړې ده.

د افغان سولې په اړه د افغان سیاسینو او طالبانو ترمنځ د دوهمې غونډې انځور

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن سې شنبه د «غبرګولې پر۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغو دواړو غونډو کې د افغان حکومت په استازیتوب په روسیه کې افغان سفیر لطیف بهاند او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي ګډون کوي.

ښاغلي احمدي وویل:"په دغو غونډو کې د افغان حکومت په استازیتوب زموږ سفیر ګډون کوي او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم پکې ګډون کوي."

نوموړي زیاته کړه چې سولې ته د رسېدو لپاه د افغان حکومت په مشرۍ د ټولو هېوادونو د هڅو هرکلی او ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي.

د افغان سیاسینو له ډلې پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، استاد عطاء محمد نور او حضرت عمر زاخېلوال ویلي چې په دغه غونډو کې د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلي دي.

روسیې د مسکو په دپلوماتیکه غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې

لاوروف: د مسکو غونډې هدف بین الافغاني ډیالوګ ته لاره پرانیستل دي

امریکا، روسیې او چین له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي

طالبانو هم ویلي چې په دغه غونډو کې د ګډون لپاره د دوی د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون یو ۱۴ کسیز پلاوی د روسیې په بلنه مسکو ته رسېدلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي:"همداراز به نوموړی هیئت د مې میاشتې پر ۲۹ تاریخ د هېواد د یو شمېر سیاسي څېرو سره هم په بین الافغاني غونډه کې د هیواد د راتلونکي په اړه بحث او خبرې وکړي."

دا په مسکو کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني خبرو اترو دریمه غونډه ده چې تر سره کېږي.

د افغان سولې په اړه د مسکو د لومړۍ بین الافغاني غونډې انځور

لومړۍ غونډه د افغانستان د سولې عالي شورا د استازو او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې تر سره شوه او دوهمه یې بیا د افغان سیاسینو او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کې تر سره شوه.

تر دې مخکې په دغو دواړو غونډو کې د افغان حکومت استازو ګډون نه و کړی.