د کانګرس غړو طالبانو سره خبرو کې د "شفافیت پر نشتوالي" انتقاد کړی

زلمي خلیلزاد او طالبانو تر دې مهال پنځه ځلې مخامخ په قطر کې خبرې کړي

د امریکا په کانګرس کې ځینو غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو انتقاد کړی دی چې زلمی خلیزاد نه پرېږدي د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.

د کانګرس د بهرنۍ کمیټې دیموکراتو غړو ښاغلي پمپیو ته لیک استولی دی او هغه یې تورن کړی دی چې کانګرس ته د افغان سولې د مذاکراتو په اړه په راپور ورکولو کې دلچسپي نلري.

دوی په لیک کې ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد باید امریکا ته له بېرته ستنېدو یوه اونۍ وروسته دغې کمیټې ته راپور ورکړي.

په لیک کې کې راغلي دي چې د بهرنۍ تګلارې په داسې یوې موضوع کې د بهرنیو چارو په وزرات کې د "شفافیت نشتوالی د منلو نه دی او د کانګرس د نظارتي چارو او مکلفیتونو مخه نیسي."

د روان کال د فبرورۍ په ۲۷ نېټې کله چې مایک پمپیو کانګرس ته له طالبانو سره د روانو مذاکراتو په اړه راپور ورکاوه، د کانگرس دغو غړو هم انتقاد کړی و چې ولې په خپله خلیلزاد د سولې د روان بهیر په اړه معلومات نه ورکوي.

په لیک کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي پمپیو اندېښنه ښودلې وه که د سولې د روانو مذاکراتو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل شي، دا (محرم) معلومات به افشا شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر دې مهال پنځه ځلې مخامخ په قطر کې لیدلي دي او ویل کیږي چې په خبرو کې ځینې پرمختګونه هم شوي دي خو کومه پرېکړه نه ده شوې.

د کانګرۍ دیموکرات ګوند غړي داسې مهال په دغه بهیر کې د شفافیت پر نشتوالي انتقاد کوي چې افغان حکومت هم اندېښنه ښودلې چې ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د خپلو مذاکراتو په اړه کابل ته معلومات نه ورکوي.