د امنیت شورا په شمالي کوریا نوي بندیزونه ولگول

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د رائیو په اتفاق پر شمالي کوریا باندې نوي بندیزونه ولگول.

پر شمالي کوریا باندې دغه نوي بندیزونه د پیونگ یانگ د میزایلو د وروستیو پرله پسې ازموینو په غبرگون کې کیږي چې د هغه هیواد په وینا کولای شي "د متحده ایالاتو هره برخه" په نښه کړي.

د امنیت د شورا پدغه نويو بندیزونو کې هغه هیواد ته د تصفیه شویو تیلو واردات هم شامل دي.

ددې سربیره د نویو بندیزونو له مخې د شمالي کوریا ټول اوسیدونکي چې د هغه هیواد نه په بهر کې اوسیږي باید تر ١٢ میاشتو پورې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

خو نوي وضع شوي بندیزونه په هغه اندازه سخت ندي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ادارې له خوا یې وړاندیز شوی و.

د ښاغلي ټرمپ ادارې د شمالي کوریا او د هغه هیواد د جمهور رئیس کیم جونگ اون، د شتمنیو کنگل کیدل غوښتي وو.

شمالي کوریا په ۲۰۱۷ کې په مجموعاي توگه ۲۳ بالستیک میزایل په ١٦ بیلایبلو ازموینو کې توغولي دي. ددې هیواد دغه اقدام د نړیوالو په ځانگړې توگه د متحده ایالاتو، جاپان، جنوبي کوریا او اروپایي هیوادونو د سخت غبرگون سره مخامخ شوی دی.

د پیونگ یانگ وروستۍ ازموینه د نوامبر د ٢٠١٧ کال د میاشتې په ٢٩ وشوه چې د یوې اوچې نه بلې ته رسیدونکی بالستیک میزایل و چې د هغه هیواد د نورو میزایلو په پرتله لوړ والوت او زیات واټن یې وواهه.