د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا ته د ملگروملتونو د یو چارواکي سفر هیلې پیدا کړي


ښاغلی فیلټمن د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر ري یونگ هو سره ملاقات وکړ
ښاغلی فیلټمن د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر ري یونگ هو سره ملاقات وکړ

د ملگرو ملتونو د سیاسي چارو مشر جیفري فیلټمن د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا ته سفر کړیدی. د هغه دغه سفر د شمالي کوریا د اتومي پروگرام د مخنیوې په اړه د خبرو هیلې پیدا کړیدي.

دا په تیرو پنځو کلونو کې لومړنې ځل دی چې یو لوړپوړی ډپلومات شمالي کوریا ته سفر کوي. د دې نه مخکې د امریکا د بهرنو چارو د وزارت یو چارواکي په ٢٠١٢ کال کې دغه ملک ته سفر کړی و.

ښاغلی فیلټمن به د دغه څلور ورځنې سفر په دوران کې د شمالي کوریا د بهرنو چارو وزیر ري یونگ هو سره ملاقات وکړي او د مشترکو گټو او اندیښنو په هکله به وغږیږي.

د ملگرو ملتونو ویاند سټیفن ډوجیرک خبریالانو ته وویل چې "دا د پالیسۍ په هکله خبرې دي. زما په فکر مونږ باید دیته انتظار وباسو چې څه کیږي. د ملگرو ملتونو ټولو غړو ملکونو ته په دی هکله وینا شویده."

د ملگروملتونو سرمنشي انتهونیو گټریس جاپان، روسېې، امریکا، چین، شمالي او جنوبي کوریا ته د اگست په میاشت کې ویلي و چې هغه د دې لپاره تیار دي چې په خبرو کې ورسره مرسته وکړي.

د ملگرو ملتونو یو چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط وویل چې د فیلټمن دغه سفر په دی وجه ډیر مهم دی چې مونږ به په دی پوهه شو چې شمالي کوریا څه غواړي.

XS
SM
MD
LG