د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا بالیستک توغندی وار کړی


شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ د ١٠٠٠ کیلومیټره واټن یو بالیستک توغندی وار کړی دی. د امریکا د بهرنو چارو وزارت دغه خبر تائید کړی.

د امریکا بهرنو چارو د وزارت ویاند رابرټ میننگ وایي چې د سه شنبې په ماسپخین یې یو بین القاروي بالیستک توغندی تعقیب کړیدی چې شمالي کوریا وار کړی دی.

د بهرنو چارو د وزرات دغه اعلامیه دا هم وایي چې دغه توغندي امریکا او متحدینو ته کوم خطر نه دې پېښ کړی.

یو امریکا لوړپوړي چاروکي د امریکا غږ ته وویل چې امریکا د شمالي کوریا دغه عمل نده حیرانه کړي .

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو څانگې په یو ټویټ کې لیکلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د شمالي کوریا د توغندي د وارولو په اړه معلومات ورکړل شول.

په جاپان کې کابینې یوه بیړنۍ غونډه وکړه او د کابینې مشر وویل چې ټوکیو د شمالي کوریا په دغه عمل سخت احتجاج کوي."مونږ ډیر اندیښمن یو او مونږ د هغوي دغه عمل غندو. مونږ شمالي کوریا ته دا ویلي دي چې مونږ د هغوي د دا ډول اقداماتو په سختۍ غندنه کوو."

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا تراوسه پورې د شمالي کوریا د دغه اقدام په هکله بیړنۍ غونډه نده رابللې.

XS
SM
MD
LG