د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي هڅه به وکړي چې ژر د ویزو د لاټرۍ پروګرام لغوه کړي.
ښاغلي ټرمپ د نیویارک د ترهګریز برید په غبرګون کې په واشنګټن کې دا خبرې کولې. د نیویارک په ښارکې د ازبکستان یو وګړي د سه شنبې په ورځ، چې امریکا ته د لاټرۍ په ویزې راغلی و، پر خلکو موټر وخيژوه اته کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ژوبل کړل.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د ویزو لاټرۍ پروګرام امریکا ته تاوان ورسوه او باید ژر ختم شي. ښاغلي ټرمپ وویل ترهګر هڅه کوي "زموږ پر ولس برید وکړي خو موږ به یې هم پر ضد لا غښتلي" شو.
د ازبکستان دا وګړی سیف الله سایپف نومیږي او ۲۹ کلن دی. هغه شاوخوا پنځه کاله مخکې د لاټرۍ په ویزې امریکا ته راغلی و. د ده د موټر برید په نیویارک د د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له برید وروسته تر ټولو خونړی بلل کیږي.
The terrorist came into our country through what is called the "Diversity Visa Lottery Program," a Chuck Schumer beauty. I want merit based.
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 1, 2017
ښاغلي ټرمپ په خپل ټوټیر کې هم لیکلي "دا ترهګر د لاټرۍ په ویزې زموږ هېواد ته راغلی و". نوموړي په دغه پروګرام ملنډې ووهلې، هغه یې د ډیموکراتانو لاس ته راوړنه وبلله او وویل چې د هغه د کډوالو پروګرامقوي او ثابت دی.
د امریکا د لاټرۍ د ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پيل شو چې له دې لارې هرکال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه ۵۰۰۰۰ کسان امریکا ته راځي. د امریکا د کډوالو اداره وايي په ۲۰۱۵ له دغې لارې ۳۰۵ افغانان هم امریکا ته راغلل.
ولسمشر ټرمپ د دغه پروګرام د لغوه کولو لپاره د متحدو ایالتونو د کانګرس ملاتړ ته ضرورت لري، که یې کانګرس ومني، دا پروګرام لغوه کیږي.