جان بس- د قطر خبرې د افغان حکومت د ځای ناستي ټاکلو په مانا نه دي

سفیر جانس بس وویل له طالبانو سره خبرې د امریکا په بهرنۍ تګلارې په اړه دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر وايي چې په قطر کې له طالبانو سره روان مذاکرات په دې مانا نه دي چې ګنې امریکا د افغانستان د حکومت د ځای ناستي د ټاکلو هلې ځلې کوي.

د امریکا سفیر جان بس وویل چې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي خبرې په دوو موضوعگانو دي چې د امریکايي ځواکونو او امریکا د بهرنۍ تګلارې په اړه دي.

ښاغلي بس په کابل کې د خبریالانو سره په یوې غونډې کې وویل "موږ له طالبانو سره د موقت دولت په اړه خبرې نکوو. موږ له طالبانو سره د افغانستان د اوسني اساسي قانون او یا د اوسني دولت په جوړښت نه غږیږو."

نوموړي زیاته کړه چې په دې مسایلو باندې خبرې د افغانانو کار دی.

هغه وویل" موږ په دغو مسایلو له طالبانو سره خبرې نکوو، ځکه دا د افغانانو، د ټولنو د استازو، د دولت د استازو او په عمومي ډول د افغان ټولنې د استازو کار دی. "

د متحدو ایالتونو د سفیر تر دغو څرګندونو پورې طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ مذاکراتو انکار کړی دی. همدا شاوخوا دوې اونۍ مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو د استازي زلمي خلیلزاد پر فعالیتونو کلک انتقاد وکړ.

ښاغلي محب وویل چې له طالبانو سره د امریکا روان مذاکرات د افغان دولت مشروعیت کمزوری کوي. هغه په واشنګټن کې د خپل سفر پر مهال دا خبره هم کړې وه چې ښاغلی خلیلزاد په دغو مذاکراتو کې خپلې شخصې ګټې لري.

د خلیلزاد ننګه

د امریکا سفیر جان بس په خپلو تازه څرګندونو کې زلمی خلیلزاد "د افغانستان په چارو کې یو مجرب دپلومات" وباله او وویل چې هغه د افغانستان د روان کړکیچ د ختمولو لپاره تر" تر بل هر کس" ډېره وړتیا لري.

هغه وویل "غواړم یو وار بیا دا خبره وکړم چې سفیر خلیلزاد د بل هر مسلکی دپلومات په څېر د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزارت بهرنۍ تګلاره او لارښوونې عملي کوي."

هغه ټېنګار وکړ چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګونه شوي دي، خو وویل تر څو چې هر اړخیز بین-الافغاني مذاکرات پيل شوي نه وي او هر اړخیز اوربند نه وي شوی، له طالبانو سره به هېڅ توافق ونشي.

هغه دا هم وویل چې که طالبان غواړي نور جنګیالي یې په جګړې کې ونه وژل شي، باید د سولې ډېر تمرکز د سولې پر مذاکراتو وکړي.