پاکستان کې خلکو قران ته د سپکاوي په تور یو کس په وهلو وهلو وژلی 

په ډسمبر کې قهرېدلو خلکو یو سریلانکايي هم مذهب ته د سپکاوي په تور وواژه

په پاکستان کې یو شمېر خلکو یو بل کس قران ته د سپکاوي او د قران د ځینو پاڼو د سوځولو په تور په وهلو ډبولو وژلی دی.

د پاکستان د پنجاب د میا چنو د ناحیې د پولیسو امر منور ګجر وویل چې دا پېښه په جوماتونو کې له اعلان وروسته وشوه چې دغه کس د قران پاڼې سوځولې دي. نوموړي وویل چې وژل شوی کس مشتاق احمد نومېده، ۴۱ کلن او د همدغې سیمې اوسېدونکی و.

د پاکستان صدر اعظم عمران خان د دغې پېښې په اړه نن یکشنبه فبروي ۱۳ (سلواغه۲۴) په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې د محکمې له پرېکړې پرته « قتل» به په جدي ډول څېړل کېږي‌ او په خبره یې هېڅوک نشي کولای قانون په خپل لاس کې واخلي او دا ډول پېښې هېڅ د زغملو نه دي.

د پاکستان د علماو د شورا مشر طاهر اشرفي په یو خبري‌ کنفرانس کې وویل: «څوک د بربریت دا اقدام توجیه کولای شي چې په رواني رنځ اخته یو کس دې سنګسار او ووژل شي.»

نوموړي وویل چې د وژل شوي‌ کس کورنۍ ویلي دي‌ هغه له ۱۵ کلونو راهېسې رواني تکلیف لره. هغه وویل: «دا زما د پیغمبر دین نه دی چې خلک دې د شخصي‌ تفسیر په اساس ووژل شي.»

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي‌ چې یوه ډله قهریدلي‌ خلک یو کس دومره وهي چې وژل کېږي‌ او مړي ته یې هم سپکاوی کېږي.

د پاکستان د سنا پخواني غړي‌ افراسیاب خټک په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «افراطیت او مذهبي ‌تروریزم د [پاکستان] لپاره تر ټولو جدي خطر دی. د افراطیت او ترهګرۍ (طالبانو، لشکر طیبه، جیش محمد، د پاکستان تحریک لبیک او نورو) څخه د دولت حمایت مسایل نور هم خطرناک کوي.»

عیني شاهدان وايي چې پولیس د پېښې په ځای کې وو، خو د دغه کس د ژغورلو لپاره یې څه ونکړل، خو پولیس مقامات وايي چې پولیسو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول مګر د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته و او مخکې له دې چې هغه کس وژغوري، معترضینو وواژه.

د پاکستان صدراعظم ویلي دي چې د پنجاب پولیسو ته یې لارښونه کړې ده چې پلټنه وکړي ‌ولې پولیسو د دغې پېښې مخه ونشوه نیولای.

د پولیسو یو مشر منور حسین د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې د دغې پېښې په تړاو د ۳۳ کسانو په ضد دعوه ثبت شوې ده.

د ډسمبر په میاشت کې هم د ورزشي‌ وسائیلو د یوې فابریکې مدیر، چې د سریلانکا و، اسلام ته د سپکاوي په تور د خلکو له لوري صحرايي محکمه او ووژل شو.

د امنیتي پېښو د تدقیق او مطالعاتو یوه غیر دولتي ‌اداره وايي چې د پاکستان د ایجاد څخه راپدیخوا ۱۴۱۵ کسان مذه ته د سپکاوي او اهانت په تور وژل شوي چې ۸۹ یې د محکمې له حکم پرته ژوند له لاسه ورکړی دی.