پاکستان کې په وسله والو بريدونو کې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې - راپور

یو پاکستاني څیړنیز مرکز په یو راپور کې ویلي چې د روان کال جولای مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې ۱۴ سلنه او د بريدونو په نتيجه کې په اوښتې مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په اسلام اباد کې "د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز" په نوم یوې غیر حکومتي څيړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې د تېر ۲۰۲۳م کال پرتله سږ کال (۲۰۲۴) په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله رامينځ ته شوې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده.

څېړنيزې ادارې د اګست پر ۲۶مه (وږی ۵) په خپل راپور کې زياته کړې چې په پاکستان کې په جولای مياشت کې ۷۹ وسلوال بريدونه شوي چې ۱۰۸ کسان پکې وژل شوي او له ۷۰ زيات ژوبل شوي دي.

راپور وايي، په روان کال جولای مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې ۱۴ سلنه او د بريدونو په نتيجه کې په اوښتې مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په دې راپور کې په روانه اګست مياشت کې د شويو بريدونو ذکر نه دی شوی. دغې ادارې ويلي چې تر ټولو زيات بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده کې په دا وروستيو کې په پاکستان کې په وسلوالو بريدونو کې زياتوالی تر سترګو کېږي، چې يوه بېلګه يې د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې (وږی پينځمه او شپږمه) تر منځ د شپې مهال بريدونه او د وسلوالو پرضد عمليات دي چې لږ تر لږه ۶۰ کسان پکې ووژل شول.

په پاکستان کې د زياتره بريدونو مسوليت بلوځ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې او تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلی دی.

په جون مياشت کې د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په مشرۍ د هغه هېواد د ولسي او پوځي مشرتابه يوې لوړپوړې کمېټې په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد به په هغه هېواد کې نوي پوځي عملیات پيلوي، خو په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو د دې عملياتو ټينګ مخالفت کړی دی او دا يې د ولس د ځورونې، بېکورۍ او د هغوی پر وسيلو او شتمنيو د ولکې پلمه بللې ده.