د افغانستان د ملي راډیو تلویزون پخوانی مشهور نطاق نبي پاکطین مړ شو

نبي پاکطین په خپل وخت کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون مشهور نطاق و

راپورونه وايي چې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون یو پخوانی مشهور نطاق نبي پاکطین مړ شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه پخوانیو همکارانو د نوموړي د مړینې خبر تائید کړی دی.

ویل کېږي چې هغه د زړه د رنځ له کبله په هند کې د ژوند پور پرې کړی دی.

نبي پاکطین په خپل وخت کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزون د پښتو ژبې یو مشهور نطاق بلل کېده.

پاکطین د څه مودې لپاره د باختر خبري اژانس مشر هم و، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو د رئیس او په هند کې د افغانستان د فرهنګي اتشه په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړي د مسکو په راډیو کې د پښتو خپرونې د نطاق په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د نبي پاکطین پخواني همکاران وايي چې هغه په خبریالۍ کې ګڼ افغانان وروزل او په افغانستان کې یې د ملي راډیو تلویزون د خپرونو او نشراتو په زیاتولو او پراخولو کې یې هم مهمه ونډه لرله.