سعودي کې یو تن په حکومت باندې انتقاد کولو له کبله ۳۰ کاله بندي شو

آرشیف

په سعودي عربستان کې یوې محکمې سه شنبه سپټمبر ۲۴ ( تلې درېیمه) یو متقاعد ښوونکی په ټولنیزو شبکو کې په حکومت باندې د انتقاد کولو له کبله په ۳۰ کاله بند تیرولو محکوم کړ.

د سعودي چارواکو دا ښوونکی محمد الغامدي چې څه باندې ۵۰ کاله عمر لري، د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې نیولی و او یو کال وروسته یوې ځانګړې جنایي محکمې د مرګ په سزا محکوم کړ.

خو د دې پخواني ښوونکي ورور، سعید الغامدي چې په بریتانیې کې ژوند کوي، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې محکمې یې ورور ته د مرګ سزا پر ځای د ۳۰ کالونو بند تیرولو سزا ورکړیده.

د سعودي چارواکو پدې متقاعد ښوونکي د سعودي مشرانو په خلاف دسیسې جوړولو، د دولتي ادارو کمزوري کولو او ترهګرۍ افکارو ملاتړ کولو تورونه لګولي و.

خو ورور یې وایي چې هغه په ټولنیزو شبکو کې په حکومت انتقادي لیکنې کولې او د څو بندیانو ملاتړ یې کاوه چې په لیکنو کې ورته د "وجدان بندیانو" اشاره شویده.

سعید الغادمې د اکس په شبکې کې لیکلي چې ورور یې بې ګناه دی او باید بندي نشي.

د سعودي عربستان حکومتي چارواکو تر اوسه پدې قضیې تبصره نده کړې.

د سعودي ولیعهد محمدن بن سلمان تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د یو امریکایي ټلویزیون سره په مرکې کې ویلي و چې د سعودي عربستان حکومت پدې قضیې باندې "شرمیدلی" او هیله یې څرګنده کړې وه.

سره لدې چې د سعودي دا ځوان واکمن په هیواد کې د پراخو اصلاحاتو پلان لري او د "۲۰۳۰ لیدلوري" پروګرام تر نامه لاندې یې غواړي چې په سعودي کې غټ بدلون راولي خو بیا هم نړیواله ټولنه پرې د بشري حقونو سرغړاونو او بیان آزادۍ محدودیتونو له کبله انتقادونه کوي.