د کابل هوایي ډګر کې د ناټو په لسګونو مخکنیو کارکوونکو مظاهره کړې

شاوخوا ۳۰ تنو افغانانو چې دمخه یې د کابل په هوایي ډګر کې د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې ځواکونو سره کار کاوه د چهارشنبې په ورځ یې د اعتراضونو په ترڅ کې انقره پدې تورنه کړه چې دوی یې د طالبانو په واکمن کیدو سره له پامه غورځولي دي.

اکثرو دغو کسانو د اګست د میاشتې په ۱۵ د طالبانو له واکمن کیدو دمخه د کابل د پوځي هوایي ډګر په تخنیکي څانګه کې د ژباړونکو په توګه دندې ترسره کولې.

په کابل کې د طالبانو له واکمن کیدو څخه څو اونۍ دمخه امریکایي ځواکونه د کابل په هوایي ډګر کې میشت شول او د اګست تر ۳۱ پورې یې شاوخوا ۱۲۰زره افغانان چې په تیرو ۲۰کلونو کې یې د بهرنیو هیوادونو له ځواکونو سره کار کړی و له افغانستان څخه وایستل.

دغو شاوخوا دیرش تنو افغانانو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ په کابل کې د ترکیې د سفارت مخ ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو نارې وهلې چې «مونږ انصاف غواړو» او ویل یې سره له دې چې د ډسمبر تر ۳۱ پورې یې د قراردادونو اعتبار خوندي دی، د اکست د میاشتې د تخلیې د عملیاتو راهیسې یې معاشونه ندي ترلاسه کړي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې که څه هم چې طالبلنو عامه اعتراضونه بند کړي، خو د چهارشنبې په ورځ یې دغو اعتراضونو ته اجازه ورکړې وه.

د اسدالله رحماني په نوم یو اعتراض کوونکي وایي پداسې حال کې چې د نژدې دوه لسیزو راهیسې یې د ترکیې لپاره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی خو «مونږ یې له پامه غورځولي یو.»

یو بل ژباړونکي محمود همراز وویل «مونږ د خپل ژوند ډیرې سختې شیبې تیروو،» او زیاته یې کړه چې: «د [ترکیې] سفارت څخه هیڅ څوک رانغی چې زمونږ خبرو ته غوږ ونیسي. حتی دوی له مونږ سره خبرې هم نکوي، دا واقعا ناهیلي ده.»

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د ترکیې سفارت پدې هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

په زرګونو افغانان لاهم هڅه کوي چې له هیواد څخه ووځي. دوی ادعا کوي چې د مخکني امریکا پلوه حکومت او لویدیځو ځواکونو او یا هم بهرنیو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې چې اوس د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.

طالبانو په ټینګار سره ویلي دي چې د پخواني رژیم اړوند کسانو څخهغچ نه اخلي او پر افغانانو یې غږ کړی چې په هیواد کې پاته شي او وطن آباد کړي.

له بلې خوا د امریکا حکومت تیره اونۍ وویل، چې متحده ایالات لاهم د افغانستان نه د امریکايانو، په امریکا کې د دایمې استوګنې سند لرونکو او افغان همکارانو د ایستلو پروسې ته دوام ورکوي.

دا پداسې حال کې دي چې افغانستان د سخت اقتصادي او بشري کړکیچ سره مخامخ دی. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو سخت بشري ناورین په پوله ولاړ دی.