د افغانستان او زمبابوې دویمه ټسټ لوبه پيل شوې

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبډلو دویمه ټسټ لوبه نن په اماراتو کې پیل شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

تر دې دمه افغانستان د درې ویکټو په سوځېدو په ۵۳ اورونو کې ۱۷۴ منډې ترسه کړي دي.

تر اوسه ابراهیم ځدراڼ په ۱۳۰ بالونو تر ټولو ډېرې ۷۲ منډې ترسره کړي دي. رحمت شاه بیا ۲۳ منډې او جاوید په څلورو منډو ویکټه له لاسه ورکړې ده.

په ډګر کې اوس مهال حشمت الله شاهدي او اصغر افغان خپلې لوبډلې ته منډې جوړوي.

تېره اونۍ افغانستان لومړۍ ټست لوبه زمبابوې ته بایللې وه.

په روانې لوبې کې راشد خان هم لوبه کوي او د کرکټ ځینو مبصرینو په اند د زمبابوې لوبغاړو اندېښنه له همدې لوبغاړي په برخې کې ډېره ده.

له بلې خوا د کرکټ نړیوالې شورا یا (ICC) د شل اوریزو لوبغاړو نوې درجه بندۍ نن چهارشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) اعلان کړه.

په دې درجه بندۍ کې راشد خان په ۷۳۶ نمرو بیا هم د نړۍ د شل اوریزو تر ټولو غوره لوبغاړی پیژندل شوی دی.

مجیب بیا د تېرې درجه بندۍ دویم ځای د سویلي افریقا تبریز شمسي ته پرېښودلی او د درې نمرو په توپیر (۷۳۰) دریم ځای یې خپل کړی دی.

د شل اوریزو الرونډرانو په دې درجه بندۍ محمد نبي بیا هم خپل لومړۍ مقام ساتلی او په ۲۹۴ نمرو د لیست په سر کې ځای لري.

د یوه ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په لیست کې مجیب الرحمن دویم ځای لري.

د او ډي ای د الرونډرانو په لیست کې هم محمد نبي دویم او راشد خان شپږم ځای خپل کړی دی.