افغان هوايي ځواک لومړي ځل لپاره شپني بریدونه ترسره کړل

افغان هوايي ځواک د لومړي ځل لپاره د شپې لخوا پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید امریکا غږ ته وویل چې دا بریدونه د یک شنبې او دوشنبې په شپو د لیندۍ/ قوس ۱۸ او ۱۹ (ډیسمبر۹ او ۱۰) د ای- ۲۹ سوپر توکانو الوتکو لخوا په ارزګان ولایت کې ترسره شول.

د ښاغلي جاوید په وینا په دغو بریدونو کې طالبانو ته درانه مرګ-ژوبله اوښتي او د وسلو یو شمیر زیرمې هم له منځه وړل شوې دي.

ښاغلی جاوید وايي چې دا بریدونه زیات ګټور وو او په راتلونکې کې به نور هم زیات شي.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه له تیرو دریو میاشتو راهیسې افغان هوايي ځواکونو ته د شپې لخوا د بریدونو ترسره کولو په برخه کې روزنه ورکوي.

افغان هوايي ځواکونو لپاره د شپې لخوا د بریدونو ترسره کول خوندي بلل کیږي، ځکه طالبان د شپې لخوا نه شي کولای چې دغه الوتکې په نښه کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د ایم ډي – ۵۳۰ هیلو کوپترې هم د شپې لخوا په بریدونو کې وکارول شي.

ښاغلی جاوید وايي چې د دغو بریدونو په زیاتیدو سره به د افغان ځواکونو په تلفاتو کې هم کموالی راشي.

د نورو برخو ترڅنګ د افغان هوايي ځواک د پیاوړي کولو برخه او روزنې برخه وروسته پیل شوې ده. لا تراوسه افغان هوايي ځواک د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري، د ناټو د قوماندان په وینا څو کلنو ته اړتیا ده چې افغان هوايي ځواک په ځان بسیا شي.