افغان او پاکستاني سرتېرو یو ځل بیا کونړ کې نښته کړې

دواړو لورو تېره ورځ هم خپلو کې نښته کړې وه

د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار یو ځل بیا په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د دوشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۸مه «لړم۶مه» امریکا غږ ته وویل، دغه نښته چې یو ساعت یې دوام درلود تر دا مهاله ورڅخه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

بلخوا د کونړ په ولایتي شورا کې د ناړۍ د خلکو استازي ملک شېر زمین هم امریکا غږ ته وویل، چې نن سهار ۹ بجې نښته پيل شوې، چې اوس روانه ده.

هغه وویل، چې د سیمې اوسېدونکي د افغان سرتېرو د ملاتړ په هدف د نښتې سیمې ته تللي دي، خو په وسله وال فعالیت یې لاس نه دی پوري کړی.

پرون یکشنبه مازدیګر مهال د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې هغه مهال چې افغان سرتېرو په صفري نقطه کې د پاکستاني سرتېرو لخوا د امنیتي پوستو جوړېدو مخه ونیوله نښته رامنځته شوه.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وايي، دغه نښته چې دوه ساعته یې دوام وکړ، پرمهال یې د پاکستاني سرتېرو د هاوان مرمیو له امله درې مېرمنې وژل شوي او دوې مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي.

د والي ویاند زیاته کړه، چې په وسله وال برید لومړی پاکستاني سرتېرو لاس پوري کړ، چې وروسته د افغان سرتېرو له عکس العمل سره مخ شول.

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.