د ټاکنیزو سرغړونو له امله څلور افغان چارواکي جریمه شوي

جریمه شوو کسانو تر دا مهاله څه نه دي ویلي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسؤلین وايي، څلور لوپوړوي افغان چارواکي یې له ټاکنیزو اصولو څخه د سرغړونو په تور نقدي جریمه کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرۍ زهره بیان شینواري د دوشنبې په ورځ د «وږې پر۱۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې په یادو کسانو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کابل پوهنتون استاد حمیدالله فاروقي، د سولې شورا رئیس کرم خلیلي او د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي شامل دي.

اغلې شینوارې زیاته کړه، په داسې حال کې، چې یاد کسان د دولت برحاله مامورین دي د ځینو کاندیدانو په ټاکنیزو غونډو کې د ګډون له امله نقدي جریمه شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:"حمیدالله فاروقي لس زره افغانۍ جریمه،مرتضوي پنځلس زره افغانۍ جریمه محروم د حق د رای نه،کریم خلیلي لس زره جریمه او صلاح الدین رباني لس زره افغانۍ جریمه شوي دي."

حمیدالله فاروقي او شاحسین مرتضوي

د شکایتونو کمېسیون مشرې زیاته کړه، چې یاد کسان د ثبت شوو شکایتونو تر څېړلو وروسته جریمه شوي او تر څنګ یې دواړو ټاکنیزو ټېمونو ته جدي اخطاریې استول شوي دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، حمیدالله فاروقي او شاحسین مرتضوي د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي او کریم خلیلي او صلاح الدین رباني د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني په ټاکنیزو غونډو کې ګډون کړی و.

تر دا مهاله یادو کسانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیز کمپاین تر پیلېدو مخکې پر ټولو دولتي چارواکو غږ وکړ چې له دولتي موقف څخه په استفادې د کوم ځانګړي کاندید ملاتړ ونه کړي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونونه د تېرې زمري میاشتې پر ۶مه نېټه پيل شول چې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو د ورځې تر رارسېدو ۴۸ ساعته مخکې پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان میاشتې پر ۶مه تر سره شي.