افغان ولسمشر وايي، د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي ټاکل شوي کمېشران له سیاسي ګوندونو سره د اړیکو ساتلو حق نه لري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د «کب پر ۱۳مه» په ارګ کې د یادو کمېشنرانو د تحلیف مراسمو پرمهال وویل، یادو کسانو چې مخکې له سیاسي ګوندونو سره کوم تړاو درلود، سر له ننه دغه اړیکې قطعه کېږي.
ښاغلي غني زیاته کړه:"د افغانستان د ټاکنو له قانون سره سم، د ټاکنیزو کمېسیونو هېڅ یو غړی دا حق نه لري چې په سیاسي حزب کې فعالیت وکړي، له سیاسي حزبونو سره چې کومې مخکنۍ اړیکې لرلې سر له ننه قطعه کېږي، او ستاسو اړیکې سرغړونې بلل کېږي."
د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونو لپاره ۸۱ تنه د سیاسي حزبونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو له لخوا معرفي شوي وه چې ۱۴ تنه یې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوو کمېشنرانو په توګه غوره شول.
ښاغلي غني وویل چې د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو اعلانولو په برخه کې رامنځته شوو ستونزو ته په کتو اړتیا پيدا شوه چې د دواړو کمېسیونونو په ترکیب کې اصلاحات رامنځته او د ټاکنو قانون هم تعدیدل شي.
ښاغلي غني وویل، چې له وظیفې څخه د ناوړه استفادې او فساد د مخنیوي لپاره دواړه کمېسیونونه باید خپلو کې سره کښېنې او د کمېشنرانو د قرنطین یو مشخص میکانیزم رامنځته کړي.
ولسمشر غني له نورو کمېشنرانو وغوښتل چې تر راتلونکو دوو ورځو خپل رئیسان وټاکي او راتلونکو ټاکنو ته د چمتووالې ترڅنګ د تېرو پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې هم ژر تر ژره معلومې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو د نوي قانون د تعدیدل په اساس ټولې ټاکنیزې تېروتنې د جزا په نافذه قوانینو کې پیشبیني شوي چې د عدلي ارګانونو لخوا تر څېړلو وروسته به یې سرغړونکو ته د نافذه قوانینو لهمخې سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تېره ورځ د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشاء مشران او نور غړي اعلان کړل.
د ولسمشر غني د نوي فرمان په اساس چمن شاه اعتمادي د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون او حبیب الرحمن ننګ د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشاء مشران ټاکل شوي دي.
"سید عصمتالله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګ زیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمه ظریفي" د انتخاباتو د کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.
او "محمد قاسم الیاسي، زهره بیان شینواری، مولوی دینمحمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطبالدین رویدار" بیا د انتخاباتي شکایاتونو د کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.
دا نوي غړي له هغه وروسته وټاکل شول چې د افغانستان جمهوري ریاست د کمېسیونونو مخکني غړي "د خپلو کاري صلاحیتونو نه د ناوړه استفادې" په تور له دندو ګوښه کړل.