په ازادو سیالیو د طالبانو بندیز افغان لوبغاړي اندېښمن کړي

د ام ام اې افغان لوبغاړي د اوس دپاره له حفاظتي وسایلو سره اماتور سیالیو ته ادامه ورکوي.

د ګډو رزمي هنرونو (ام ام اې) په مسلکي سیالیو باندې د طالبانو د بندیز او په افغانستان کې ددغې لوبې د ناڅرګند برخلیک سره سره د کابل په یو کلب کې لوبغاړي ددې لوبې په تمرین بوخت دي.

د طالبانو چارواکو تېره میاشت د ام ام اې سیالۍ "د شریعت له مخې مشکل جوړونکې" وبللې او ددې لوبې پر مسلکي سیالیو یې بندیز ولګاوه.

دا له اسلام څخه د طالبانو د تفسیر له مخې، په افغانستان کې د لګول شویو بندیزونو د لړۍ وروستی ګام دی. د ۲۰۲۱ په اګست کې د بیاواکمن کېدو راهیسې ددغې ډلې حکومت د ښځو پر کار او زده کړه د بندیزونو برسېره یو لړ ټولنیز محدودیتونه پلي کړي دي.

د ام ام اې ۲۱ کلن افغان لوبغاړی خلیل الرحمان وویل: "یو ملګري راته وویل چې په افغانستان کې پر ام ام اې بندیز لګېدلی. ما ونه منله خو کله چې کلب ته لاړم، ومې لیدل چې ټول ملګري مې خواشیني وو. زه هم ډیر خپه شوم."

خلیل الرحمان هیله من دی چې د ام ام اې په نړیوالو لوبو کې "د افغانستان بیرغ په نړۍ کې ورپوي." خو اوس چې ددې لوبې پر مسلکي سیالیو بندیز لګېدلی، په کابل کې د ام ام اې په یو مجهز کلب کې، خلیل الرحمان او د هغه نور ملګري اندېښمن دي چې ښايي په قفس کې تمرین ته د دوام ورکولو لپاره یې ورځې په شمار وي.

افغان لوبغاړې اندېښمن دي چې ښايي په قفس کې تمریناتو ته د دوام ورکولو لپاره یې ورځې په شمار وي.

د اوس دپاره یوازې اماتور سیالۍ کیږي، په دې شرط چې لوبغاړي محافظتي لباس او وسایل پر تن کړي. د ام ام اې لوبغاړي او خوښوونکي په افغانستان کې ددې لوبې راتلونکي ته اندېښمن دي او نه پوهیږي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په امر کې په دقیق ډول ددې لوبې پر کومو اړخونو بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د ورزش او بندي روزنې عمومي ریاست سمدستي په دې اړه نظر ندی څرګند کړی، خو د دې ادارې یوې سرچینې فرانس پرس ته تائید کړې چې د طالبانو لخوا صادر شوی امر "مبهم دی. دا چې پر څه باندې بندیز لګول شوی دی، د ورزش او بندي روزنې عمومي ریاست یې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده."

خواشیني لوبغاړي

خو خلیل الرحمان له وړاندې پتېیلې ده چې افغانستان پرېږدي او په بهر کې د ام ام اې په برخه کې د خپلو خوبونو د رښتیا کولو لپاره زیار وباسي.

کابل ته څېرمه په کلب کې په تمرین بوخت د هغه ملګری محمد وسیم قیومي هیله من دی چې د اوس دپاره لږ تر لږه په اماتور ډول خپلو تمریونونو ته ادامه ورکړي.

قیومي وویل: "پر ام ام اې باندې د بندیز له کبله په ابتدا کې سخت خواشینی شوم. بیا مې فکر وکړ چې که [له حفاظتي وسایلو پرته] په ازادې سیالۍ بندیز لګول کیږي نو زه کولی شم خپله خولۍ او نور حفاظتي وسایل پر تن کړم او 'فري سټایل' تمرین ته دوام ورکړم."

د ام ام اې ورزشکاران د کابل ښار ته څېرمه په یو کلب کې په تمرین بوخت دي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ام ام اې سیالیو پرمختګ کړی دی. د امریکا په "یو ایف سي" او نورو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون له کبله قیومي هم هڅېدلی چې دا لوبه پیل کړي.

په دې لوبه کې یو شمېر مسلمانو لوبغاړو په نړیواله کچه اتلولۍ ګټلي دي، چې پدې کې د روسیې خبیب نورماګومیدوف او اسلام ماخاچوف شامل دي.

قیومي وویل: "د افغانستان خلک جنګیالي دي، او دا ورزش هم یوه جګړه ده، چې تاسو کولای شئ په ازاده توګه [خپل سیال] په لغتو او سوکانو ووهئ. له همدې امله ډیر خلک دا سپورت خوښوي."

له ورزش څخه منع شوې ښځې

د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې درې کاله کیږي خو حکومت یې لا تراوسه د هیڅ کوم هېواد او یا نړیوال سازمان لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. له همدې کبله په نړیوالو ډګرونو کې د افغان لوبغاړو او ورزشي ټیمونو ګډون پیچلی شوی دی. خو په دې وروستیو کې د نورو هېوادونو ورزشکاران د سیالیو لپاره افغانستان ته تللي دي.

د طالبانو چارواکو ښځې په یومخیز ډول له سپورت څخه منع کړي دي او د امربالمعروف په نوي قانون کې نارینه ورزشکارانو ته امر شوی چې خپل بدن له نامه تر زنګنونو پورې وپوښي.

کابل کې په تمرین بوخت د ام ام اې افغان ورزشکاران

د کابل په جنوب لویدیځ کې په یو کلب کې، چې په یوې تیارې زیرخانې کې موقعیت لري، په تمرین بوخت ۲۱ کلن بلال فضلي، له دې کبله مایوسه دی چې د طالبانو د بندیز له اعلانېدلو وروسته دې کلب ته د تلونکو ورزشکارانو شمېر کم شوی دی.

هغه وویل: "ټول هلکان وېرېدلي... حکومت پر سپورت باندې د بندیز لګولو پرځای باید نورو مهمو شیانو ته توجه وکړي او له بې وزلو سره مرسته وکړي."

بلال فضلي په خواشیني غږ زیاته کړه: "زه نه پوهیږم څه وکړم. کار روزګار نشته او که د خپلې خوښې سپورت هم راباندې بند شي، نو مجبور یو چې هېواد پرېږدو."

دا مطلب د فرانس پرس اژانس د معلوماتو په اساس چمتو شوی.