د ازادو سیالیو دوه افغان اتلانو واحد الله نژند او عبدالسمیع فیضي خپل دوه روسي سیالان په مسکو کې مات کړل.
د ام ام اې دغه لوبغاړي تېره شپه اپرېل ۱۱ (وری۲۳) د روسیې پلازمېنه (AMC) بنسټ کې ولوبېدل.
لومړۍ لوبه د واحد الله نژند وه چې د پاول ادریشف سره ولوبېده. دواړو لوبغاړو درې رونډونه پای ته ورسول خو نژند د نمرې په توپیر ګټونکی اعلان شو.
نژند تر دې دمه ۷۵ کیلو ګرامه وزن لري او څلور بریاوې او یو ماتې یې په کارنامې کې ثبتې دي.
سیمیع فیضي هم د سرګي دنیوسوف سره په یوې حساسې لوبې کې سره ولوبېد او د درې رونډو په لوبولو یې د نمرې په توپیر بریا خپله کړه.
فیضي هم پینځه بریاوې او دوه ماتې په خپلو کارنامو کې ثبتې کړي دي.
د لوبې ګټلو وروسته فیضي ویلي: "قدرمنو هېوادوالو! ټولو ته د بریا مبارکي وایم. د نژند مبارکي هم وایم. زموږ بریا جشن ونیسئ. نن موږ د ټولو افغانانو استازیتوب وکړ."
له دې مخکې وړمه شپه د ازادو سیالیو دوه نورو افغان اتلانو روح الله محمدي او باز محمد مبارز هم کابل کې خپلو اوکرایني او ایراني سیالانو ته ماتې ورکړې ده.
تېره شپه د دغو اتلانو د بریا اعلانونو وروسته د کابل ښار په ګڼو سیمو کې د هوايي ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
په خواله رسنیو کې ګڼو کارونکو د دغه عمل غندنه کړې خو د کابل پولیسو او د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان کې په معمول ډول د ورزشي بریاوو خوښي د ډزو په غږونو لمانځل کیږي.