د ازادو سیالیو مشهور مبارز جاوید بشارت د (UFC) د سیالیو په پایلوبې کې خپل غښتلي برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
دا په دغو سیالیو کې د بشارت څوارلسم بری دی. د هغه برازیلي سیال د سیالۍ په لومړیو شېبو کې هڅه وکړه چې بشارت تسلیمېدو ته اړ باسي، خو هغه تسلیم نشو او سیالي یې وګټله.
بشارت د افغانستان دی چې اوس د بریتانیا تابعیت هم لري. هغه ۲۷ کلن دی او په «واورین پړانګ» باندې هم مشهور دی.
ده له خپل برازیلي سیال سره درې دورې پنځه-پنځه دقېقې سیالي وکړه چې لوبڅارانو د ۲۷-۳۰-۲۷-۳۰-۲۸-۲۹ نتایجو په اساس بشارت ګټونکی اعلان کړ.
جاوید بشارت تر دې دمه پنځه ځلې په سوکانو او شپږ ځلې د تکتیکي پلانونو په کارولو سره خپل سیالان مات کړي او همدغه راز درې ځلې د لوبڅارانو د پرېکړو په اساس ګټونکی اعلان شوی دی.
د دغې لوبې په پای کې جاوید بشارت وویل چې په دې بري سره باید د یو اف سي سازمان په ۱۵ غوره مبارزینو کې راشي.
نوموړي همدغه راز د دغو سیالیو یو بل مشهور مبارز کریس کورتییس ته د سیالۍ بلنه ورکړه. کورتییس تر دې دمه په ۳۰ سیالۍ ګټلې او نه یې بایللې دي.