غني افغان ځواکونو ته په اختر کې د اوربند مراعت کولو لارښونه وکړه

افغان حکومت او طالبانو تر دې مخکې هم په اخترونو کې اوربند کړی و

د طالبانو له لوري په کوچني‌ اختر کې د اوربند له اعلان څخه شاوخوا ۱۵ ساعته وروسته د افغانستان جمهوري ریاست غبرګون وښوده.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د طالبانو د اوربند له اعلان څخه خبر دي «ولې زموږ او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.»

دا اعلامیه چې نن دوشنبه مۍ لسمه (غوايي ۲۰) خپره شوې په کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني‌ افغان ځواکونو ته لارښونه کړې اوربند مراعت کړي.

اعلامیه وايي: «...افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د تل په څېر د افغان ولس د امنیت د تامین هڅې وکړي.»

طالبانو تېره ورځ په اختر کې اوربند اعلان کړ خو له خپلو جنګیالیو څخه یې غوښتي‌ چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته به نه ورځي او نه به هم «دښمن» خپلو سیمو ته پرېږدي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي‌ پخلایني‌ عالي‌ شورا ویلي دي‌ چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار دایمي‌ اوربند او د جنګ بندېدل دي.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د اوربند د اعلان هرکلی کړی خو ټېنګار یې کړی چې باید دایمي‌اوربند وشي. هغه له ښکېلو غاړو غوښتي‌ چې جګړه بنده کړي.

یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو له لوري په دغه موقت اوربند انتقاد کړی او د دایمي‌ اوربند غوښتنه یې کړې ده.

افغان حکومت او طالبانو تر دې مخکې هم په اخترونو کې اوربند کړی و.

دا اوربند داسې مهال اعلانیږي چې په افغانستان کې په دې وروسیتو کې جګړو او بریدونو زور اخیستی دی.‌ افغان چارواکي وايي‌ وسله والو طالبانو په نهو ولایتونو کې بریدونه کړي او پلان یې لره چې ځينې سیمې سقوط کړي،‌ خو «ناکام شول».

دوه ورځې مخکې په کابل کې د نجونو په ښوونځي کې چاودنه وشوه او شاوخوا ۵۰ تنه یې ووژل او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل. تر هغه مخکې په لوګر کې هم په محصلینو موټر بمب برید وشو او شاوخوا ۲۵ تنه یې ووژل.

افغان چارواکي طالبان د دغو بریدونو مسول ګڼي. طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړل او د لوګر د برید په اړه چوپ پاتې شول.

افغان حکومت سبا سه شنبه په دغو بریدونو کې د وژل شویو په یاد ملي ماتم اعلان کړی دی.