د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: لنډمهاله اوربند د ستونزې د حل لاره نه ده


د طالبانو له لوري د کوچني اختر په ورځو کې د درېیو ورځو د اوربند له اعلان وروسته د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي چې لنډمهاله اوربند د روان کړکېچ د حل اساسي او دایمي لاره نه ده.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د مې ۱۰ (غويي ۲۰) په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې اوربند افغانانو ته د لنډې مودې لپاره د ارامتیا فرصت برابروي، خو په افغانستان کې د روان کړکېچ لپاره د حل دایمي او اساسي لاره نه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې ده چې د سولې مذاکراتو ګړندي کول، د دایمي اوربند اعلان او د جګړې پای ته رسول له موجودو ستونزو څخه د وتلو لاره ده.

هغه ویلي: "د افغانستان کړکېچ نظامي حل لاره نه لري. د وروستیو څلورو لسیزو تجربې ښیي چې د تاوتریخوالي او وژنو نسخه نه یوازې د حل لاره نه ده بلکې کړکېچ او شخړه یې لا ژوره کړې ده. له همدې امله هېڅ یوه ډله دې په محاسبه کې دا اشتباه ونکړي چې په لازیاتو وژنو او تاوتریخوالي نتیجې ته رسېدلی شي".

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس یو ځل بیا طالبان د سولې د خبرو بیا پېلولو، دایمي اوربند، د جګړې پای ته رسولو او د ټولو اړخونو د منلو وړ سیاسي حل لارې موندلو ته رابللي دي.

طالبانو تراوسه د دایمي اوربند په اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلې تیره ورځ د کوچني اختر په مناسبت د "امن او اعتماد د فضا" د رامنځ ته کولو لپاره د درې ورځني اوربند اعلان وکړ.

دغې ډلې په یو بیان کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل یرغلیز عملیاتو ودروي.

همداشان طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته ویلي که په دغو ورځو کې ورباندې برید وشي "په کلکه له خپل ځان او تر کنټرول لاندې سیمو" څخه دفاع وکړي.

طالبانو په داسې حال کې د اوربند اعلان کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړې ډګرونه یو ځل بیا تاوده شوي او په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG