کرونا؛ د زندانیانو په اړه د طالبانو اندېښنې ته د افغان حکومت غبرګون

عکس (ارشیف) طالب زندانیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي افغان حکومت د سره صلیب نړیوالي کمېټې سره په ټولو زندانونو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په اړه همکاري کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه «کب۲۶مه» امریکا غږ ته وویل چې د پلچرخي او بګرام زندانونه هم له دغو خدماتو څخه مستثنی نه دي.

هغه زیاته کړه: "دولت له « آی سي آر سي» او نورو ادارو سره په ګډه کار کوي، خو اساسي مشکل هغه وخت هوارېدای شي چې طالبان د سولې پروسې ته مراجعه وکړي او د سولې پروسې له طریقه دا زندانیان خوشي شي... خو اساسي مشکل په دې نه هواریږي چې موږ په زندانونو کې احضارات زیات کړو، یا طبي خدمات زیات کړو،مشکل په دې سره هواریږي چې زندانونه له بندیانو څخه خالي شي او دا هغه وخت ممکنه ده چې د سولې پروسه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالبانو د۵۰۰۰ زندانیانو د خوشي کولو بهیر ځنډېدلی او دغه ډلې د کرونا ویروس خپرېدو له امله په زندانون کې د خپلو جنګیالیو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو پر نړیوالو حقوقي او روغتیايي سازمانونو هم غږ کړئ چې په افغان زندانونو کې د بندیانو روغتیايي وضغیت ته پاملرنه وکړي. او زیاتوي که چیري زندانونو ته کرونا ناروغي ورسېده مسؤلیت به یې د افغان حکومت په غاړه وي.

د امریکا او طالبانو د هوکړي او د افغان ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوې ۵۰۰۰ طالب بندیان د یو لیکلي تضمین له مخې چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ځي تر بایومیتریک وروسته د افغان حکومت له زندانونو څخه په تدریجي ډول خوشي شي.

ټاکل شوې وه چې د یادو زندانیانو د خوشي کولو بهیر تېره شنبه پیل شوی وای، خو افغان حکومت د یاد ځنډل لامل د زندانیانو د نوم لړ څېړل او یو لړ نور مراحل بولي.

طالبان د خپلو بندیانو خوشي کولو په اړه د افغان حکومت شرایط نه مني او هغه یې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې خلاف بللي دی.

دغه ډله پر داسې مهال په زندانونو کې د خپلو بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ویروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.