ارګ: د ټرمپ د غونډې پایلو ته په تمه یو

د افغانستان جمهوري ریاست نن شنبه د ( اګسټ په ۲۶ مه ) وویل د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د پرون ورځې د غونډې رسمي پایلو په تمه دي.

د جمهور رئیس غني ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په یوې غونډه کې وویل:" موږ تر اوسه په رسمي ډول ددې غونډې د پایلو او معلوماتو په تمه یو. ټاکل شوېده افغان حکومت په رسمي ډول ددې غونډې له نتایجو معلومات ترلاسه کړي."

نوموړي وویل په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې لپاره، افغان حکومت په مشترک ډول د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کار کوي او دې کار ته ژمن دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه ، زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیو کنفرانس کې وړاندې له دې چې د خپل پروګرام جزیات د امریکا له جمهور رئیس سره شریک کړي ، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره شریک کړل.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پرون د دفاع وزیر او لوی درستیز په ګډون د خپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث وکړ.

ښاغلي ټرمپ له غونډې وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل:" تازه مو د افغانستان په اړه یوه ډیره ښه غونډه پای ته ورسوله. د ۱۹ کلنې جګړې ډیری اړخونه، او موږ د یوه توافق په لټه کې یو - د امکان په صورت کې."

صدیق صدیقي د شرایطو پر اساس د بهرنیو ځواکونو وتل او له مخالفینو سره اوبند د افغانانو عمده غوښتنې وبللې.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند همدارنګه زیاته کړه چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته د امریکا متحده ایالات به د افغانستان له حکومت سره هم یوه اعلامیه امضا کړي. خو نوموړي په دې اړه جزیات ورنکړل.