د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځینې مېشت افغان خبريالان ادعا کوي چې پوليس يې د اسنادو پر درلودلو سربېره ځوروي، نيسي او د راولپينډۍ حاجي کيمپ ته يې استوي او بيا يې له هغه ځايه افغانستان ته ستنوي.
د افغانستان د غزني ولايت خبريال محمد رحيم اريا وايي چې د ډسمبر پر ۲۴ (مرغومي ۴) يې د پاکستان د ويزې وخت پای ته ورسېدی، خو تر هغه وړاندې يې د ويزې د تمديدو لپاره غوښتنليک ورکړی و او د ويزې پروسه يې روانه وه خو پوليس يې کور ته ورغلل او دی يې ونيوی.
اريا د جنورۍ پر نهمه ( مرغومي ٢٠) امريکا غږ ته وويل چې په کور کې يې مېرمن او دوې لوڼې يوازې پاتې شوې دي.
نوموړي زياته کړه: "ما د امريکا د ويزې لپاره درخواست ور کړی دی او د امريکا د سفارت له اړخه ماته يوه پاڼه هم راغلې ده چې د پاکستان له حکومت سره يې هوکړه لاسليک شوې ده چې کومو کسانو د امريکا د ويزې لپاره درخواست ورکړی دی، هغه دې د پاکستان پوليس نه نيسي، خو پوليسو دې پاڼې او د پاکستان د ويزې پروسې ته و نه کتل او د راولپينډۍ حاجي کيمپ ته يې راوړی يم چې کورنۍ مې يوازې پاته ده او زه دلته بندي خانه کې يم."
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ تر هغه وروسته تونده شوې چې د اسلام اباد او راولپينډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر ۲۶(ليندۍ ۶) وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر او پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر یو زر او۱۵۰ څخه زیات کسان نیولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم هغه ورځ وویل چې د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.
په اسلام اباد کې د پاک افغان ژورنالست اتحاديې مشر قمر يوسفزی وايي چې د پاکستان پوليسو د عامو افغان کډوالو په څير د افغانستان د خبريالانو شړلو لړۍ ته هم دوام ورکړی دی او يوشمېر خبريالان يې په زور افغانستان ته استولي دي.
نوموړي د جنورۍ پر نهمه (مرغومي ٢٠)امريکا غږ ته وويل: " له موږ سره چې په نوملړ کې د افغانستان کوم خبريالان ثبت شوي دي، په هغوی کې شپږ خبريالان، چې په کې دوې خبريالانې وې او څلور خبریالان وو، د جنورۍ پر اوومه (مرغومي ۱۸) ماسپښين درې بجې يې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل ځکه چې په دې خبريالانو کې د چا د ويزو وخت ختم و او د چا د ويزو د تمديد لپاره پروسه روانه وه."
قمر يوسفزي تور پورې کړ چې پوليس او نور چارواکي له افغان کډوالو څخه پيسې اخلي او د هغه په وينا چې څوک پيسې نه ورکوي نو بيا يې زنداني کوي او افغانستان ته يې ستنوي.
خو د اسلام اباد د سنګجاني تاڼې د پوليسو مشر اشتياق احمد د جنورۍ پر نهمه (مرغومي ۲۰) له امريکا غږ اشنا سره د خبرو پرمهال دا تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې نه يې له چا پيسې اخيستي او نه يې څوک په غير قانوني توګه نيولي دي.
نوموړي زياته کړه: " که د چا د ويزې وخت ختم وي، نو هغوی ته ۱۵ ورځې وخت ورکوو چې هغه خپله ويزه نوې کړي او پر موږ چې د پيسو اخيستلو کوم تورونه لګول کيږي نو په هغه کې هيڅ حقيقت نشته."
په اسلام اباد کې مدافع وکيل او مدني فعال عبدالرحيم وزير وايي چې له هيواده د يو چا په زوره شړل د بشري حقونو سرغړونه ده.
نوموړي زياته کړه: "د ملګرو ملتونو په منشور کې د نړۍ د ټولو کډوالو د خونديتوب لپاره قوانين وضع کړل شوي دي او دا ډول په پاکستان کې چې څنګه يوازې افغان ميرمنې په يوازې توګه له پاکستان څخه ايستل کيږي، دا اقدام نه يوازې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري پر ضد دی بلکې د پاکستان له قوانينو هم سرغړونه ده."
د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ په خپله خوښه د وتلو ویلي وو. د هغه کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې د حکومت په وينا تر اوسه يې له ۸۰۰ زرو څخه زيات افغانان خپل هيواد ته ستانه کړي دي.