د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مهدی انصاري په یو نیم کال بند محکوم کړ – د خبریالانو ملاتړي سازمانونه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۸مه (مرغومي ۱۹مه)، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت ابتدائیه محکمې، د افغان خبري آژانس خبریال مهدی انصاري، د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال بند محکوم کړی دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ دوو سازمانونو ویلي، چې افغان خبریال مهدی انصاري، د طالبانو د حکومت له‌ خوا په یو نیم کال بند محکوم شوی دی. یادو سازمانونو دغه پرېکړه "ناعادلانه او غیرقانوني" بللې او د انصاري د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۸مه (مرغومي ۱۹مه)، په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت ابتدائیه محکمې، د افغان خبري آژانس خبریال مهدی انصاري، د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په یو نیم کال بند محکوم کړی دی.

د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره (AJSO) د دې خبر په پخلي سره له نړیوالو ټولنو غوښتنه کړې چې د دغه خبریال د خوشې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مهدی انصاري نیول او پر هغه د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو تورونه غیرقانوني او د بیان د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د انصاري د بند پرېکړې په اړه جدي اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د دې پرېکړې د بیاکتنې او د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، د انصاري کورنۍ د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې انصاري د ۱۴۰۳ کال د تلې په ۱۴مه، د شنبې په ماښام له خپل دفتر څخه تر وتلو وروسته نادرکه شو. له هغه وخت راهیسې، نوموړی د طالبانو د استخباراتو په " ۴۰ ریاست" کې چې د کابل په شش‌درک سیمه کې موقعیت لري، بندي دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، اوس وخت د مهدی انصاري ترڅنګ درې نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې له دوو تر دریو کلونو بند ته محکوم شوي دي، د طالبانو سره په بند کې دي.

دغه مرکز د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په وروستیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د حقونو څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې دي، چې په دې کې د ۱۸ رسنیو د فعالیت ځنډول او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸م ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG