ملګرو ملتونو د بیګم راډیو د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کیدو غوښتنه کړې

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي چې طالبانو کابل کې د بیګم راډیو د خپرونو د ځنډولو پرمهال د ځوانانو راډیو خپرونې چې د بیګم راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې خپرونې کولې هم ځنډولي دي.

په داسې حال کې چې د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي، طالبانو کابل کې بیګم راډیو د خپرونو د ځنډولو ترڅنګ د ځوانانو راډیو خپرونې چې دغې راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې فعالیت کاوه هم ځنډولي، ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې ده او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۸) د ایکس پر خپله پاڼه په یوه اعلامیه کې د بیګم راډیو ددغو نیول شویو کارکوونکو په نیولو او په یو نامعلوم ځای کې د هغوی په ساتلو باندې هم اندیښنه ښودلې ده.

یوناما په دې اعلامیه کې ویلي: "یوناما د افغانستان [پایتخت] کابل کې د بیګم راډیو د کارکوونکو د تیرې ورځې د نیولو په اړه چې د ساتنې ځاې یې معلوم نه دی اندیښمنه ده. یوناما د توفیف خونې څخه د دغو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې د بیان د ازادۍ د حق څخه یې استفاده کوله. ازادې رسنې د یوې ټولنې د ودې لپاره اړینې دي".

طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکو چې ددغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وه د سه شنبې د ورځې د غرمې وروسته فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۶) په کابل کې د بیګم راډیو په دفتر باندې برید وکړ او ددغه راډیو د ښځینه خبریالانو په ګډون یې د کارکوونکو څخه پلټنې وکړې او د هغوی د ګرځنده تیلیفونونو په ګډون یې کمپیوټرونه او هارډ ډیسکونه او هم دوه نارینه خبریالان له ځان سره یوړل.

د بیګم راډیو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ددغې راډیو خپرونې ځنډولي او د راډیو دوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.

دغې راډیو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکي چې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وو، ددغې راډیو پر ودانۍ باندې د برید وروسته یې د راډیو کارکوونکو څخه تخقیقات کړي دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "په پرله پسې ډول د خپرونو د پالیسۍ څخه سرغړونو، بهر کې یو تلویزیون ته د موادو چمتوکولو" او د "خپرونو د جواز څخه د ناسمې ګټې اخیستنې" له امله یې د بیګم راډیو خپرونې ځنډولي دي.

ددې وزارت په اعلامیه کې ددغو تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي ددې راډیو د خپرونو په اړه د اسنادو د دقیقې ارزونې وروسته به د دغې راډیو د خپرونو په اړه وروسته پریکړه وشي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بینټ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د بیګم راډیو د خپرونو په ځنډیدو او د دوو کارکوونکو په نیولو باندې اندیښنه ښودلې او پرته که کوم شرط یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

همداشان ریچارد بنیټ په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سمدستي ډول د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په خپلسر نیولو او ګواښولو د اقداماتو د بندیدو غوښتنه هم کړې ده او ویلي دي چې په افغانستان کې دا ډول کړنې د مدني فضا د ویجاړیدو سبب شوي دي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران طلوع نیوز ته ویلي چې دغه وزارت د بیګم راډیو د خپرونو د ځنډولو د پریکړې پرمهال د " ځوانانو راډیو" خپرونې چې د بیګم راډیو په ودانۍ کې يې فعالیت کاوه او هغه د دغې راډیو برخه ګڼلې ده هم ځنډولې ده.

هغه ویلي چې ددغو دواړو راډیوي خپرونو دوسیه محکمې ته راجع شوې او محکمه به ددغو راډیو خپرونو د فعالیت په اړه پریکړه وکړي.

خبیب غفران ویلي: "بالاخره تصمیم په دې ونیول شو چې اسنادو پر اساس باندې د اوس لپاره دې ددغې راډیو فعالیتونه چې د نارینه وو برخه یې د ځوانانو راډیو وه او د ښځو وو برخه یې د بیګم راډیو په نامه وه، نو اوس تصمیم دغه دی چې اوس دې تړل شوې وي او د اسنادو سره دې دغه ټول فعالیت محکمې ته وړاندې کیږي او وروستۍ پریکړې ته به منتظر پاتې شو".

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي چې طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه یوازې د بیګم راډیو چې د ښځینه خبریالانو له خوا اداره کیدله تړلې، بلکې ددې راډیو سربیره د ځوانانو راډیو چې د بیګم د راډیو سره په یوې ودانۍ کې خپرونې کولې هم تړلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا په دوو نیول شویو کارکوونکو کې یویې د بیګم راډیو او بل یې د ځوانانو د راډیو کارکوونکی دی.

دغه مرکز د ځوانانو د راډیو له خوا د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ویلي چې دغې راډیو د بیګم راډیو سره پرته له دې چې په یوه ودانۍ کې فعالیت وکړي نوره هیڅ کاري اړیکه نلرله او" پرته د هیڅ کوم دلیل څخه" تړل شوې ده .

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راډیو د ورزش د خپرونې یو کارکوونکی نیول شوی او په اړه یې معلوماتدا راډیو معلومات نلري.

دغې راډیو په دې خبرپاڼه کې د خپلو اوریدونکو څخه غوښتي چې د کرکټ د سپورت د خبریال د خوشې کیدو او د راډیو د فعالیت د بیرته پیلولو لپاره دې دغې رسنۍ سره همکاري وکړي.

د ځوانانو راډیو په ۱۳۹۰ کال کې تاسیس شوې وه. راډیو بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتم ( ۱۳۹۹ لمریز کال د حوت ۱۸) چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې وې.

د طالبانو حکومت دا پریکړه د بې پولې خبریالانو د سازمان په ګډون د خبریالانو د ملاتړ د سازمانونو له خوا هم غندل شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې پرخپله پریکړه دې له سره غور وکړي.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه (لیندۍ ۲۲مه) خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي، چې حالت د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) کلونو ته ورته شوی. په هغه وخت کې تلویزیوني خپرونې او تصویر اخیستل په بشپړ ډول منع شوي وو.