د افغانستان د کانونو د ډبرو لومړنۍ جوپه د چابهار بندر له لارې چین ته صادره شوه

یو ایراني مقام د چابهار بندر له لارې چین ته د افغانستان د کانونو د ډبرو د لومړنۍ جوپې د صادریدو خبر ورکړ.

د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو د عمومي ادارې مرستیال حسین شهدادي ویلي، چې په دې جوپه کې ۱۲ لارۍ ډبرې شاملې دي، چې له نیمروز ولایت څخه ایران ته داخلې شوې او د چابهار بندر له لارې چین ته استول شوې دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د شهدادي له قوله لیکلي: "د چابهار بندر د افغانستان د دوست او ګاونډي هیواد پانګوالو او سوداګرو لپاره په کلني ډول له ۸۰۰ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنو څخه د زیاتو مالونو د تخلیې او لیږد د ظرفیت په لرلو سره یو بې ساری فرصت دی."

دغه ایراني مقام د چابهار بندر له لارې د توکو صادرات د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه افغانستان ته د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو ارزانه لاره بللې ده.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت تر اوسه د افغانستان د معدني ډبرو د لومړۍ جوپې د صادراتو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د قیمتي ډبرو د استخراج او د سیمې هېوادونو ته د صادراتو لړۍ جاري ساتلې ده.

د افغانستان د کانړنړ د ډبرو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې چین ته پداسې حال کې صادریږي، چې دمخه طالب چارواکو له افغان سوداګرو غوښتي وو چې له دې وروسته دې د چابهار بندر د صادراتو او وارداتو لپاره وکاروي.

خو په دې وروستیو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند ویلي چې د ځینو ستونزو له امله سوداګر نه غواړي چې د چابهار بندر له لارې سوداګري وکړي.

محمد یونس مومند وویل: "که چابهار بندر ته وګورو، هلته د مالونو د ننوتلو قانوني اجازه نشته او ایران د امریکا تر بندیزونو لاندې دی. له همدې امله سوداګر نه غواړي له دغه بندر څخه ګټه پورته کړي."

د مومند په وينا، په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د صادراتو او وارداتو پر وړاندې بله ستونزه دا ده چې له دې لارې سوداګريز توکي د هند ممبۍ بندر ته رسېږي، په داسې حال کې چې افغان سوداګر غواړي خپل توکي د ډهلي بندر ته ورسوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه بندر له لارې د مالونو د لېږد وخت ډېر اوږد دى او د سوداګرو لپاره د توکو د لېږد لګښت ډېرېږي.

د چابهار بندر د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې مخکې د پخواني حکومت پر مهال د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره کارول کېده، په تېره بیا هغه مهال چې د پاکستان حکومت د واګې بندر له لارې افغانستان ته د هند له خوا د مرسته شویو غلو د لېږد مخه ونیوله. بیا دغه غنم د چابهار بندر له لارې د هند څخه افغانستان ته لېږدول کېدل. خو په هغه وخت کې متحده ایالاتو په استثنایي ډول د دې بندر له لارې د غنمو د لیږدولو اجازه ورکړې وه.