غني: که طالبان چمتو وي، افغان حکومت هم اوربند ته حاضر دی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک به د افغان د ولت د لارې نقشه او عمل پروګرام وي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ د «غوايي پر ۱۳مه» د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې قطعنامه د سولې طرحه وبلل او وايي، د یوې طرحې په توګه به ورڅخه کار واخیستل شي.

د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو په ۵۰ کمېټو کې تر پنځو ورځنیو بحثونو وروسته د سولې په اړه خپل وړاندیزونه، مشورې او غوښتنې په ۲۳ مادو کې نن جمعه له افغان حکومت سره شریکي کړې.

په دغو مادو کې "له جګړې څخه د طالبانو لاس اخیستل، په روژه کې د دواړو لورو ترمنځ اوربند، د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام او د ټولو افغانانو له حقوقو څخه دفاع، د زندانیانو تبادله او خوشي کول، افغانستان ته د طالبانو د قطر دفتر رانتقالول، د تر لاسه شوو ارزښتونو څخه دفاع" او یو شمېر نورې غوښتنې شاملې وې.

مشورتي لویه جرګه

ولسمشر غني وویل، د سولې د مشورتي لویې جرګې پر وړاندیزونو بشپړه باور ولري او زیاته یې کړه چې پر عملي کولو به یې کار وکړي.

  • د بندیانو تبادله او خوشي کول

نوموړي د سولې خبرو ته د حسن نیت، جرګې او د روژې میاشتې ته په احترام د مشورتي لویې جرګې په غونډه کې د ۱۷۵ زنداني طالبانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

غني وویل:"له طالبانو غواړم خپل استازي کابل یا د افغانستان کوم بل ښار ته را ولېږي او دا ۱۷۵ تنه طالبان په خاصو افغاني مراسمو کې زموږ له خوا د یو اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه ور وسپارو.​"

نوموړي همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ، چې خپل د بندیانو کمېسیون کابل ته ور ولېږي تر څو د نورو بندیانو په اړه هم ورسره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه، اوس به وګوري چې طالبان په دې اړه څه ځواب وايي؟

  • طالبانو ته په کور دننه د سیاسي دفتر پرانیستل

افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر د را انتقالولو د غوښتنې په اړه ولسمشر غني له طالبانو څخه وغوښتل چې په کور دننه له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

غني: حکومت به د جرګې ټولو سپارښټونو ته پام وکړي

هغه وویل:"موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو. موږ غواړو افغانستان د خپلې سولې کوربه اوسي."

ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې غړو ته د سولې پر مسؤلو بحث په برخه کې د خپلواکۍ د یو سپین چک سره مقایسه کړ او د طالبانو مشر یې چلنج کړ چې هغه هم داسې کولای شي کنه.

غني وویل:"ما خو سپين چک ورکړ، مولوي صاحب هیبت الله حاضر یې ملت ته سپین چک ورکړې؟"

هغه وویل، ګڼو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د کوربتوب ژمنه کړې، خو زیاته یې کړه چې دا اوس په طالبانو پوري اړه لري چې چیرته خبرو ته کښيني.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د مشورتي له لویې جرګې له سپارښتونو سره سم به یو مناسب مذاکراتي ټېم وټاکي، نه د «مذاکرې لښکر»

اوربند

افغان ولسمشر د اوربند په اړه د مشورتي جرګې د غوښتنې په ځواب کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې اوربند عملي کړي، خو زیاته یې کړه چې اوربند باید یو اړخیز نه وي.

مشورتي لویه جرګه

هغه وویل:"که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، موږ کولای شو د هغې په تخنیکي جزئیاتو کار وکړو."

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د جرګې نورې غوښتنې او وړاندیزونه به هم ټکي په ټکي په پام کې نیسي.