صالح: د سولې کیلي کابل کې نه بلکې راولپنډۍ کې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني سرپرست او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د سولې کیلي په کابل کې نه بلکې په راولپنډۍ کې ده.

ښاغلي صالح د سې شنبې په ورځ پر خپل رسمي ټوېټر لیکلي چې د سولې کیلې تل په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکز کې یرغمل شوې ده.

"د سولې لپاره عزم او اراده تل په کابل کې وه، خو د سولې کيلې د تل لپاره د پاکستان د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې ده، افغانان تل قربانیان دي، متجاوز نه دي، داسې یوه بسته چې قرباني‌ افغانان بیا پکښې قرباني او د سپکاوي‌ تر کچې وغندل شي عملي او تلپاتې نه ده."

​نوموړی دا څرګندونې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر هغو خبرو وروسته کوي چې نوموړي تېره ورځ ویلي و چې د افغانستان د سولې کیلي په کابل کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د امریکايي پلاوي‌ او طالب استازو ترمنځ د سولې په اړه شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدی او دواړو لورو په دغو خبرو کې پر مهمو مسائلو د پرمختګ خبر ورکړ.

تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د زلمي‌ خلیلزاد له قوله راپور ورکړ چې په قطر کې له طالبانو سره له افغانستان څخه د امریکايي ځوکونو پر وتلو په اصولو کې موافقه شوې ده.

امرالله صالح د سې شنبې په ورځ پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه هم په دې تړاو په یوه اوږده لیکنه کې ویلي چې امریکا ته د سولې طرحه طالبانو نه بلکې په راولپنډۍ کې د څو جنرالانو لخوا خلیلزاد ته ورکړل شوې او زیاته کړې ده چې د پاکستان استخباراتي ادارې د سولې په نوم هڅې پيل کړي چې افغان حکومت تسلیم کړي‌ او طالبان واک ته ورسوي.

ښاغلی صالح پر داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې امریکا او وسله وال طالبان په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف تر بل هر وخت یوې هوکړې ته نژدې شوي‌ دي.

تېره ورځ ولسمشر غني هم د سولې د روان بهیر په اړه یو ډول اندېښنه څرګنده کړه او زیاته کړه چې د سولې په روان بهیر کې باید د ډاکټر نجیب د وخت د سولې تړون تېروتنې تکرار نه شي.