افغان حکومت راتلونکې اونۍ د سولې په اړه څو اړخیزې غونډې جوړوي

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت په افغانستان کې د سولې د بهیر څخه د اجماع د ملاتړ لپاره د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په ګډون د سمیې او نړۍ په کچه د ویډیو کنفرانس له لارې د څو څو اړخیزو غونډو بندوبست کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي چې د دغو ټولو غونډو د جوړولو هدف د افغان سولې بهیر لپاره د ملاتړ جلبول دي.

ښاغلي هیواد وویل:" د سولې په اړه د سمیه ییزې او نړیوالې اجماع مهمې دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې غونډې به اینده هفته کې په لار واچول شي چې نتایج به یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په لار کې مهم او جدي نقش ولري".

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د معلوماتو له مخې ټاکل شوې په دې لړ کې به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو، سیمې هیوادونو د شلو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د ویډیو کنفرانس له لارې یوه غونډه جوړه شي.

ښاغلي هیواد وویل:"غونډه به د افغانستان د جلالتماب جمهور رئیس پرانیزي او د بهرنیو چارو د وزیر تر مشرۍ لاندې به ادامه پیدا کړي غونډه به د سولې او بین الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ په اړه د بحثونو او مشورو وروسته د اعلامیې په خپریدو پای ته ورسیږي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان د سولې د بهیر څخه د ملاتړ په تړاو به یوه بله غونډه چې د نړیوالې ټولنې استازي به هم په کې برخه ولري د راروانۍ اونۍ په پای کې جوړه شي".

ښاغلي هیواد وویل "درییمه مهمه غونډه، چې د افغانستان په نوښت جوړیږي د سولې په تړاو د نړۍ په کچه د اجماع د تقویت او ملاتړ غونډه ده چې د نړۍ د لویو هیوادونو او د افغانستان سره په تیرو ۱۹ کلونو کې د بسپنه ورکوونکو ۱۹ هیوادونو د استازو په ګډون د راتلوونکي اونۍ د پنجشنبې په ورځ د ويډیو کنفرانس له لارې جوړه شي".

دا غونډه به هم د افغانستان جمهور رئیس په وینا پرانسیتل شي او د یوې اعلامیې په خپریدو به پای ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو دواړو غونډو کې به ګډونوال د بین الفغاني خبرو د ژر پیل، بندیانو د خوشې کیدو او سرتارسري اوربند د ټینګیدو په هکله مفصل بحثونه او مشورې وکړي.

د افغانستان – چین – پاکستان غونډه

همداشان ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ به د افغانستان، پاکستان او د چین د استازو ترمنځ د ویډیو کنفرانس له لارې د دغو هیوادونو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د بهیر په دوام درییمه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا غونډه به د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د معینانو په کچه جوړه شي او د افغان سولې، امنیت، سیاسي او اقتصادي مسلو به خبرې وشي. په ډې غونډه کې به هم ګډونوال د ویډیو کنفرانس له لارې پر دغو مسلو خبرې وکړي.

دا غونډې په داسې حال کې جوړیږي چې د پنجشنبې په ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ترکمنستان او اذربایجان د جمهور رئیسانو سره د ويډیو کنفرانس له لارې د افغان سولې، اقتصادي همکارۍ، د لاجوردو له لارې د ګټې اخیستنې او د کرونا وبا سره د مبارزې په لارو چارو په یوه درې اړخیزه غونډه کې خبرې کړي دي.