هاګ کې د څرخي پله زندان پخوانی مشکوک قوماندان محاکمه کیږي

د جرمونو نړیواله محکمه

نن چهارشنبه فبروري ۱۶ (سلواغه ۲۷) د افغانستان د څرخي پله د زندان یو پخوانی مشکوک قوماندان د هاګ شار محکمې ته وړاندې کړل شو.

دغه ۷۶ کلن سړي محکمې ته وویل چې هغه په تېروتنې سره نیول شوی دی او «اصلي‌ کس» نه دی. نوموړي وویل چې خپل نوم یې یاد نه دی، خو د محکمې په اسنادو کې یې نوم عبدالرفیف ښودل شوی دی.

د هاګ محکمې په اسنادو کې راغلي دي‌ چې د دغه تورن اصلي نوم عبدالرزاق عارف دی خو په هالنډ کې په بل جعلي نوم ژوند کوي.

په هغه تور دی چې په افغانستان کې د کمونستانو په واکمنۍ کې د ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۹۰ کلونو پورې په کابل کې د څرخي پله په زندان کې قوماندان و.

په هغه تور دی چې د زندان د سیاسي بندیانو د برخې د مشر په توګه یې خپل سیاسي مخالفان شکنجه کړي، ځورولي او ربړولي دي. وايي د هغه تر قوماندې لاندې کسانو بندیان شکنجه کړي او وژلي دي.

هغه وخت کې «مجاهدینو د روسیې له ملاتړه د برخمن افغان حکومت» په ضد جګړه کوله او په دغه زندان کې د حکومت مخالفان ساتل کېدل.

خو نوموړي قاضیانو ته وویل: « تاسو چې د چا په اړه خبرې کوي، زه هغه کس نه یم.»

د محکمې په بهیر کې ښاغلي رفیف د قاضیانو ټولې پوښتنې خپل مدافع وکیل ته راجع کړې او وویل چې هغه ګنګس دی او هېڅ یې هم په یاد نه دي.

د هاګ محکمې څارنوالې میرجم بلوم د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «یو کس محاکمه کېږي چې زموږ په بارو په کابل کې یې جنګي جرمونه کړي. ګمان کوو چې هغه د زندان [څرخي پله] قومندان او د سیاسي برخې مشر و چې په کې د زندانیانو فردي ازادي سلب شوې او غیر انساني چلند ورسره شوی و.»

په هالنډ کې چارواکي وایي چې د تورن په اړه یې په ۲۰۱۲ کې له هغه وروسته تحقیقات پیل کړل چې راپورونه خپاره شول د څرخي پله زندان پخوانی قومندان په دغه هېواد کې ژوند کوي.

چارواکي وايي چې د تحقیقاتو په لړ کې په بېلا بېلو هېوادونو کې یې له ۲۵ شاهدانو سره خبرې کړې او «بې شمېره محتویات» یې راټول کړي دي.

میرمن بلوم په تېرې یوې لسیزې کې پراخو تحقیقاتو ته په کتو وویل: «ډاډه یم چې سم کس محاکمه کوو.»

رفیف په ۲۰۰۱ کې هالنډ ته راغلی،‌ هلته یې پناه اخیستې او اوس د هالنډ تابعیت لري.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې نوموړی د هغه نړیوال قانون په اساس محکمې ته وړاندې شوی چې وایي که په جنګي‌ جنایاتو تورن کس په خپل هېواد کې نشي محاکمه کېدای، په بل هېواد کې دې محاکمه شي.

تر دې مخکې په هالنډ کې د افغانستان د پخواني چپي حکومت د استخباراتو درې نور چارواکي د جنګي جنایاتو په تور محکوم شوي‌ دي.