د افغان ښځو د حقونو فعالې جولیا پارسي د مارتین انالز جایزه وګټله

مېرمن پارسي ته دغه جایزه پداسې حال کې ورکول کیږي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. عکس - ارشیف

د هانس تولن په وینا، جولیا پارسي د افغان معترضو ښځو غورځنګ بنسټ اېښودونکې ده، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ټولنې د طالبانو د تګلارو او اقداماتو پر وړاندې د مقاومت لپاره هڅولي دي.