لندن کې افغانانو له نورو مدني بنسټونو سره یوځای د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله

په لندن کې د افغنانو له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځل

په بريتانيا کې د افغان ښځو ملاتړې ډلې (ومېن سپورټ ګروپ) او نورو ځايي مدني بنسټونو د لندن په هېز سیمه کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځله چې په کې ویناوالو ښځو ته د قوي اوسېدو، مبارزې، روغتيا او د اولادونو د ښې پالنې سپارښتنې وکړې.

په غونډه کې د افغان ښځو ملاتړ ډلې نجونو او ښځو پر سټېج ځینې نندارې وړاندې کړې او د افغان نجونو لپاره یې غږ پورته کړ او د هغوی د حقونو ملاتړ یې وکړ.

پر دې مهال د افغان ښځو ملاتړې ډلې همغږي کونکې ( کوآرډینېټر) خالدې امريکا غږ ته وویل، چې، دا رنګه غونډې افغان ښځو ته د خپل اواز پورته کولو فرصت او جرات بخښي.

خالده وايي, د دوی د ډلې موخه د افغان مېرمنو ملاتړ کول دي چې هغوی خپل ځان يواځې و نه ګڼي، هغوی په خپلو پښو ودرېږي، د بریتانیا قانون او کلتور وپېژني، پرمختګ وکړي خپل حقونه وپېژني, زده کړه وکړي او د ځان لپاره غږ پورته کول زده کړي.

خالده زياتوي: "افغانستان کې ډېرې با استعداده مېرمنې په کور ناستې دي، خپه ډېره يم خو مايوسه نه يم ځکه هغه ورځ لرې نده ده چې د افغانستان مېرمنې يو ځل بيا په خپلو پښو ودریږي، هېواد کې د زده کړو دروازې بېرته خلاصې شي او ښځې بيا خپلو دندو ته ولاړې شي او پرمختګ وکړي. "

د غونډې یوې برخوالې عفت هاشمي امريکا غږ ته وویل چې، افغان ښځو ملاتر ډلې په خپلو فعالیتونو سره په لندن کې او هم افغانستان کې وکولای شول چې د افغان میرمنو لپاره د هیلو یوه کړکۍ خلاصه کړي او ښځو ته دا فرصت ورکړي چې خپل ځان او خپل پټ استعدادونو وپېژني.

عفت هاشمي زياته کړه چې، "دا مهال زموږ د هېواد ښځې له یو تورتم څخه تېرېږي، خو موږ به بيا هم د خپلو بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړو"

د دې غونډې یوه بله ګډونواله خبریاله مروه سادات چې د افغان ښځو ملاتړ ډلې غړې ده، امريکا غږ ته وویل، "زه ډېره خوښه يم چې نن زه لندن کې هم خپلې افغان میرمنې دومره ډاډمنه او پوه وينم چې د ځان او خپلو حقونو دفاع کولی شي".

مروه سادات زياتوي چې، د طالبانو هغه دور د ښځو لپاره ډېر سخت وو خو اوس که څومره هم د افغان نجونو پر مخ د پرمختګ او زده کړو دروازې وتړي افغان مېرمنې پياوړې شوي د خپلو حقونو دفاع کولی شي او خپل غږ د نړۍ په هر کونج کې پورته کولی.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر پرزېدو وروسته د طالبانو له راتلو سره نه یوازې ښځې له کارونو ودرول شوې بلکې تر شپږم ټولګي بره نجونې هم ښوونځیو ته نه پرېښول کېږي. د طالبانو دې اقدام سخت نړیواله غبرګونونه راپارولي.