د لاس رسي وړ اتصالات

یوې افغانې مېرمنې د زړورو ښځو نړیواله جایزه ترلاسه کړه


د افغان میرمنو د حقونو فعاله بنفشه یعقوبي (منځنۍ) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د ولسمشر میرمن جل بایډن
د افغان میرمنو د حقونو فعاله بنفشه یعقوبي (منځنۍ) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د امریکا د ولسمشر میرمن جل بایډن

د افغان میرمنو د حقونو فعالې بنفشې یعقوبي د دوشنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۴) په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۴ کال د زړورو میرمنو نړیواله جایزه ترلاسه کړه.

یعقوبي دا جایزه په سپینې ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ولسمشر میرمن جل بایډن هم پکې ګډون کړی و، ترلاسه کړه.

سږ کال د نړۍ له بیلا بیلو برخو څخه ۱۲ نورو مېرمنو هم د زړورتیا دا جایزه ترلاسه کړې ده.

دې میرمنو ته دا جایزې د ښځو د حقونو، مشرۍ، پیاوړتیا او سولې په برخو کې د فعالیت کولو په خاطر ورکول شوې دي.

بنفشه یعقوبي چې په سترګو څه نه ویني، د څو کالونو لپاره یې د څارنوالې په توګه د تاوتریخوالي سره د مخ میرمنو حقونو دفاع کړې ده.

هغې په ۲۰۰۸ کال کې د "رهیاب" په نامه بنسټ د خپل خاوند سره په ګډه پرانیست تر څو په افغانستان کې د هغو خلکو لپاره د روزنې او پیاوړتیا پروګرامونه پر مخ یوسي چې د سترګو دید یې کم و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دې افغان میرمنې په افغانستان کې د تلویزیوني پروګرامونو کوربه توب هم کاوه چې د معلولیت لرونکو کسانو د حقونو په هکله پکې معلومات خپرېدل.

دې همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د کمیشنرې په توګه کار کړی او تمرکز یې په نابینا ماشومانو و.

سره له دې چې میرمن یعقوبي له هیواده د باندې اوسیږي، خو لا هم د معلولیت لرونکو افغانانو او د میرمنو د تعلیم د حقونو لپاره مبارزه کوي.

سږکال اتلسم ځل دی چې د متحده ایالاتو له خوا دا جایزې د ټولۍ نړۍ میرمنو ته پدې خاطر ورکول کیږي چې په استثنایي زړه ورتیا، ځواک او مشرۍ سره یې د سولې، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ او د میرمنو او نجونو د پیاوړتیا لپاره کار کړی وي.

د جاپان رینا ګونوی، د کیوبا مارتا بیاتریز او د بنګله دیش فوزیه کریم فیروزه نورې میرمنې دې چې د ۲۰۲۴ کال د زړورو میرمنو نړیواله جایزه یې ترلاسه کړه.

تر اوسه د نړۍ ۱۹۰ میرمنو ته دا جایزې ورکړل شوي چې د ۹۰ بیلا بیلو هیوادونو اوسیدونکې دي.

تر میرمن یعقوبي وړاندې هم یو شمیر افغانو میرمنو ته چې د میرمنو د حقونو لپاره یې کار کاوه، دا جایزه ورکړل شوې ده.

د ملالۍ زیږنتون پخوانۍ مشره نسرین اوریاخیل، د میرمنو د حقونو فعاله مریم درانۍ، د کډوالو د حقونو فعاله ذاکره حکمت او د میدان وردګ ولایت پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري هغه افغان میرمنې دې چې دا جایزه یې ګټلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG