په امریکا کې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د پخوانیو غړو کنسرت

عکس: ارشیف

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د زهره ارکستر یو شمېر پخوانيو غړو، چې امریکا ته کډه شوي، د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) په واشنګټن ډي سي کې کنسرت درلود.

په دې کنسرت کې چې د امریکايي افغانانو د ټولنې له خوا تنظیم شوی و، ګڼ شمېر امریکا میشتو افغانانو ګډون کړی و.

نګین خپلواک چې د زهره ارکستر لومړنې ښځینه لارښوونکې وه، وویل خوشحاله ده چې یو ځل بیا ورته د افغانانو په منځ کې د خپل هنر د وړاندې کولو زمینه برابره شوې ده.

د دغه کنسرت تنظیموونکي وايي، له دې کنسرت څخه یې موخه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د ښځو د مقاومت ښودل دي. یو شمېر ښځینه فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو چې په دې کنسرت کې برخه اخیستې وه، د افغانستان د ښځېنه هنرمندانو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د بشري حقونو فعالې، پلوشې حسن، چې د دې کنسرت یوه ګډونواله وه، وویل: "هنرمندانې د افغان کلتور لویه برخه جوړوي. هغه ډله چې نن یې دلته خپل هنر وښود، ، د ستاینې وړ ده. ځکه دوی د افغانستان هنر نړۍ ته ښيي."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ په ۲۰۱۰ کال کې په کار پیل کړی. ددې انسټیټوټ مسولین وايي، د خپل څه باندې لسو کلونو فعالیت په موده کې یې په سلګونه زده کوونکي روزلي او په بهر کې د افغانستان د موسیقۍ د معرفي کولو لپاره یې په لسګونه کنسرتونه ترسره کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو سره، ‌د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ اکثره غړي له افغانستان څخه ووتل او یو شمېر یې اوس په پرتګال کې مېشت شوي دي. ددې انسټیټوټ چارواکي وايي چې دوی اوس بیرته په پښو دریدلي دي.

د بشري حقونو فعالې نازيلا جمشيدي د هغو افغان ښځينه هنرمندانو کنسرتونه چې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړې شوي، هیله بخښونکي ګڼي.

هغې وویل: "دا یو ډیر ښه اقدام دی چې د افغانستان میرمنې که څه هم ډېر څه یې له لاسه ورکړل، موږ بیا هم وینو چې دریږي، خپل فرهنګ وړاندې کوي او خپل غږ پورته کوي. او نړۍ ته وایي چې موږ یو او موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

د دې کنسرت تنظیموونکي وايي، هدف یې طالبانو ته دا پیغام ورکول دي چې افغانې نجونې هېڅکله نه تسلیمېږي، بلکې د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کوي.

د افغان امریکن بنسټ غړې نادیه هاشمي وايي چې په افغانستان کې ښځې نړیوال ملاتړ او پیوستون ته اړتیا لري.

هغې وويل: "موږ دلته راغلي يو چې افغان مېرمنو ته ووايو چې تاسو يوازې نه یاست. موږ به ستاسو د حق لپاره مبارزه کوو او ملاتړ به مو کوو. هغوى زموږ د همدرۍ پیغامونو ته نه بلکې زموږ پيوستون او ملاتړ ته اړتيا لري او د همدې لپاره موږ دلته راغلي يو."

په تېرو کلونو کې د زهره ارکستر د نړۍ پام ځانته اړولی دی. دې ارکستر په افغانستان او بهر کې کنسرتونه اجرا کړي او د موسیقۍ د ملاتړ له موسسو څخه یې ګڼې جایزې ترلاسه کړي دي.