مجیب: اشوین راته بیخي د یو بل ډول بال د کولو چل راوښود

مجیب ځدران وايي خوشحاله دی چې راشدخان او نبي ورسره دي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي مجیب الرحمن د آی پي ال په سیالیو کې د هند مشهور لوبغاړی ویرات کولي وسوځوه او ډېر خلک یې حیران کړل.

د جمعې په ورځ (۱۳اپریل) د مجیب لوبډلې پنجاب د رایل چلنجر بنګلور سره لوبه وکړه، ویرات کولي د خپلې لوبډلې کپټان دی، مجیب په ګوګلي توپ هغه بولډ اوټ کړ او په دې سره د کرکټ یو شمېر نړیوالو مبصرینو او مینوالو د مجیب لوبه وستایله.

مجیب امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل خوښ دی چې د نړۍ یو مشهور لوبغاړی یې وسوځوه. هغه وویل تر لوبې مخکې راته کپټان اشوین ویلي وو چې ته به ویرات کولي سوځوي.

دغه ۱۷ افغان لوبغاړی وايي د هند مشهور لوبغاړي اشوین ورته بیخي د یو نوي بال د کولو چل هم ښودلی او اوس هڅه کوي چې هغه بال زده کړي.

دا اول ځل دی چې مجیب الرحمن د آی پي‌ ال په سیالیو کې لوبه کوي. خو په آی پي ال کې دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبیږي. مجیب وايي راشد او نبي ورته سلا مشورې ورکوي او خوشحاله دی چې دا دواړه هم هلته دي.

د مجیب د لوبډلې مالکه د هند مشهوره سینمايي ستورې پریټي زنتا ده. مجیب وايي پریټي او د لوبډلې اداره یې پرې ښه پام ساتي. وايي پریټي ته یې په پښتو کې روغبړ کول هم ښودلي او چې له پریټي سره مخامخیږي، هغه ورسره په پښتو کې ستړي‌ مشي کوي.

مجیب وویل چې په آی پي ال کې به خپل ترلاسه کېدونکې تجربې له افغان لوبغاړو سره هم شریکوي.

جعفر هاند له مجیب سره مرکه کړې ده، دلته یې واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

جعفر هاند له مجیب الرحمن سره مرکه وکړه