افغانستان د کرکټ دویمه ۵۰ اوریزه سیالۍ بنګله دیش ته وبایلله

د افغانستان او بنګله دیش لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبډله د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) د بنګله دیش په خلاف په دویمه ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د ۶۸ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

دا د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د ۵۰ اورونو د لوبو د لړۍ دویمه لوبه وه چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

په نننۍ سیالۍ کې د بنګله دیش د لوبډلې مشر نجم الحسین شنتو د لوبې پچه وګتله او لومړی یې د افغانستان په وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دیش په ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په زیان افغانستان ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.

د بنګله‌دیش کپتان نجم‌ الحسین شنتو په دې سیالۍ د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

په دې لوبه کې ننګیالي‌ خروټي د بنګله دیش درې او راشد خان او الله محمد غضنفر دوه – دوه لوبغاړي وسوزول.

په توپ‌وهنه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو په ۴۴ اورونو کې ۱۸۴ منډې وکړې. یوازې رحمت شاه زرمتي نیمه سلیزه وکړه او په ۵۲ منډو وسوزیده.

د بنګله دیش په توپ اچوونکو کې نصوم احمد درې، مهدي حسن میرزا او مصطفیزور رحمان دوه – دوه افغان لوبغاړي وسوزول.

له دې وړاندې افغانستان په لومړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ددې لړۍ وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۱ ده.