افغانستان ایران ته: پر خپلو پولو پوره کنټرول لرو

د افغانستان دفاع وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې افغان سرحدي ځواکونه له ایران سره د پولې په اوږدو کې لویې امنیتي پوستې لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پوره څارنه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محسن بهاروند د ایران له تسنیم خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د هریرود پېښه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ له پولو څخه د کډوالو د غیر قانوني اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

هغه ویلي چې افغانستان له تروریزم سره د مبارزې په هدف له ایران سره پر پوله خپلې امنیتي پوستې لیري کړي چې له همدې امله د افغانستان لخوا پر پوله کنټرول نشته.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن یکشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې افغان سرحدي سرتیري له ایران سر پر ګډه پوله پراخ حضور لري او په دوامداره توګه ګزمې کوي.

هغه زیاته کړه: "سرحدي سرتیرو د افغانستان او ایران د ګډې پولې په اوږدو کې لویې امنیتي پوستې جوړي کړي دي، په هغه امنیتي مرکزونو کې سرحدي سرتیري ځای پر ځای دي، دغه سرحدي سرتیري تل د ایران افغانستان د پولې په اوږدو کې نظارت او ساتنه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې غويي میاشتې پر ۱۳ مه۴۶ افغان کریګر چې په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتي و د ایراني پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په زور سره هریرود سیند ته اچول شوي و.

د یادې پېښې د څیړونکي پلاوي رئیس محمد حمید طهماسي د خپلو څېړنو تر بشپړېدو وروسته د تیرې غويي میاشتې پر۲۸مه امریکا غږ ته وویل چې د ۴۶ افغان کډوالو له شمېرې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۶ یې لا هم ورک دي او ۱۷ تنه یې د سیمې د اوسیدونکو په مرسته ژوغورل شوي دي.

له افغان کډوالو سره د ایران امنیتي سرتیرو د چلند په بله تازه پېښه کې چې د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې د افغان کډوالو پر موټر د ایراني سرتیرو په ډزو او اورلګېدونه کې ۳ افغان کډوال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په ایران افغان سفیر عبدالغفور لېوال تیره شپه امریکا غږ ته وویل چې یاد افغان کډوال په قاچاقي ډول ایران ته تلل چې پولیسو د هغوی له امر څخه تر سرغړونې وروسته پر یاد موټر ډزې کړي.

د ایراني پولیسو د ډزو او تر هغه وروسته د سړک غاړې کټارې سره د ټکر له امله په یاد موټر کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي سرتیرو ناوړه چلند په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی.

خو ایران ادعا کوي چې هر کال ۵۰۰زره افغانان په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته په قاچاقي ډول تګ کوي چې د هغه هیواد سرحدي سرتیري یې پر وړاندې قانوني چلند کوي.