د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور مشروع غوښتنې به ومنل شي

شاپور ځدان د بورډ مخکنی مشر تورن کړی و چې د شخصي ستونزو له کبله یې له لوبډلې کینولی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ نوي مشر عاطف مشعل وايي چې له شاپور ځدراڼ سره یې خبرې کړي او د هغه د ستونزو د حل کولو لپاره یې یو ه ځانګړې کميته ټاکلې ده.

ښاغلي مشعل چې همدا اونۍ د افغانستان د کرکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو امریکا غږ اشنا ته وویل چې د شاپور ځدراڼ سره یې پر تیلیفون خبرې کړې او ژمنه یې ورسره کړې چې ټولې مشروع غوښتنې به یې حل کړي.

هغه وایي " کميته مي مشخصه کړې چې له شاپور ځدراڼ سره خبرې وکړي، د هغه ټولو مشروع غوښتنو ته لبیک وایو او هغه ته ښه راغلاست وايو ".

ښاغلي ځدراڼ امریکا غږ اشنا سره په یوې ځانګړې مرکې کې د کرکټ بورډ پر مخکني مشر نسیم دانش او اوسني اجرايي رئیس شفیق ستانکزي تورونه لګولي وو، چې د شخصي ستونزو له کبله یې هغه له لوبډلې کینولی، قرارداد یې ورڅخه اخیستی دی او یو لړ نورې ستونزې یې هم ورته جوړې کړي.

که څه هم ښاغلي دانش او ستانکزي د ښاغلي ځدراڼ دا ټولې ادعاوې رد کړې، خو ولسمشر غني له همدغو نیوکو وروسته د کرکټ بورډ مشر بدل کړ.

د کرکټ بورډ نوی مشر وایي اوس هڅه کوي، چې په سیسټم کې تغیرات راولي او په خبره یې هر څوک چې د هغه په سیسټم کې د کار جوګه نه و، له دندو به وشړل شي.

ښاغلي مشعل دا خبره هم وکړه، چې هیچا ته به اجازه ورنکړه چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په غوراوي مداخله وکړي، هغه وايي د لوبغاړو د غوراوي لپاره مستقله کمېته ټاکي.

ده دا خبره هم وکړه چې له بل ملي لوبغاړي شفیق الله شفق سره یې هم خبرې کړي، ټولې ستونزې یې حل کړي او له هغه سره د قرارداد د بیا نیولو کولو چارې یې پیل کړي دي.